خبرونه
ملګري ملتونو په جلالاباد کې د بریدونو په اړه غصه څرګنده کړې
ملګري ملتونو په جلالاباد کې د کډوالو چارو پر ریاست د وروستي برید په شمول دغلته د بریدونو د هغې لړۍ په اړه غصه څرګنده کړې چې پهکې ولسي خلک او ملکي ادارې په نښه کېږي.
په جلالاباد کې د کډوالو چارو پر ریاست په پروني ډلهییز برید کې د چارواکو په وینا ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، دې برید چې شپږ ساعتهیې دوام وکړ د دې ریاست ودانۍ هم تر ډېره ویجاړه کړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په یو بیان کې ویلي، جلالاباد ښار او شااوخوا سیمې یې په وروستیو میاشتو کې د ګڼو داسې بریدونو شاهدې وې چې د روغتونونو او ښوونځیو په شمول پهکې ملکي اهداف په نښه کېږي.
تدامیچي یاماموتو: دا بریدونه چې په قصدي توګه پهکې ولسي خلک په نښه کېږي د کرکې وړ دي.
په خبرپاڼه کې درې ورځې مخکې جلالاباد ښار کې د قابلهګانو د روزنې پر یو مرکز د ورته برید یادونه شوې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي:
"دا بریدونه چې په قصدي توګه پهکې ولسي خلک په نښه کېږي د کرکې وړ دي."
ملګرو ملتونو دا بریدونه قساوت بللی او ټینګار یې کړی چې د دې بریدونو له ترسره کوونکو سره د محاسبې لپاره باید ټولې هڅې ترسره شي.
بلخوا ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د ننګرهار خلکو ته د غمشریکۍ تر څنګ ډاډ ورکوي چې د ښاریانو د امنیت د ساتلو په خاطر به هر اړخیز ګامونه واخلي او د هېواد وسلهوال ځواکونه به د ترورېستانو ځالې په نښه کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر کونړ د پاکستاني ځواکونو نوې بمبارۍ
پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو ډزې کړې دي.
د راپورونو له مخې دا ډزې سه شنبه د ماسپښین درې نیم بجې د چپې درې پر ډاګ او شونګره کلیو پيل شوې دي چې نن هم روانې دي.
د سیمې خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د دې ډزو له امله یو تن وژل شوی او یوشمیر ټپيان شوې دي. همداراز په لسګونو کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پریږدي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ګډون پر یوشمیر سیمو د دوشنبې په ورځ بمبارۍ وکړې چې پرون په کابل کې د طالبانو حکومت د دې بریدونو په اعتراض د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراض لیک وسپاره.
فیفا د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډلې ته رسمیت ورکړ
د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي.
فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي.
د فیفا د مقرراتو له مخې افغان ښځینه ټیم تر دې مخکې باید د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لورې معرفي شوی وای.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د ښځو پر سپورټونو یې بندیزونه لګولي دي.
د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي
د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر ( جګړې وزیر) نن کانګرس ته ځي چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي.
په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده کړې وه، نو داسې اټکل کیږي چې له ښاغلي هګیست څخه به سختې پوښتنې وشي.
له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته استانې د دې تړون ملاتړ وکړ
د قزاقستان د انرژي وزارت نن وویل چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي چې د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي.
د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې متحده عربي امارات وویل چې د ایران د جګړې له امله د انرژي د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي.
اوپیک په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لورې په بغداد کې تاسیس شو چې اوس یې د متحد عربي اماراتو په ګډون شمیر دولسو ته رسیږي.
د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل
د برتانیا پاچا چارلس د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا غونډه د هغه دولتي سفر یوه برخه ده چې هدف یې د ایران د جګړې په اړه د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو اوږدمهاله متحدینو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت دي.
کله چې سلګونه میلمانه د سپینې ماڼۍ په چمن کې ولاړ وو او د مراسمو لپاره توپونه وویشتل شول، د امریکا ملي سرود وغږول شو، او چارلس او ملکه کامیلا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.
ټرمپ خلکو ته وویل: "څومره ښکلې برتانوي ورځ ده" هغه پاچا "ډیر سټایلش او باعزته سړی" یاد کړ او ټوکه یې وکړه چې مور یې " د چارلس مینه واله وه".
د بریټانیا پاچا او ملکه په یوه څلو ورځني دولتي سفر امریکا ته تللي.
د دغه سفر هدف د بریټانیا او د هغې د پخوانۍ مستعمرۍ تر منځ د هغو اړیکو لا ټینګښت دی چې په تېرو ۲۵۰ کلونو کې د امریکا د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته رامنځته شوي. د دوی اړیکه په وروستیو کلونو کې د یوې ځانګړې اړیکې په توګه یادیږي.
د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.
د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.
د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.
د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.
د طالبانو حکومت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی
د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د وروستیو بریدونو په تړاو خپل اعتراض ور اورولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو په ګډون د کونړ پوهنتون په اړه د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو د اعتراض یو یادښت سپارل شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا وزارت په ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په کلکه غندي، او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه، د نړیوالو اصولو سرغړونه او پاروونکی عمل بولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، هم د سې شنبې په ورځ لیکلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي شي. هغه د وروستیو او پخوانیو پیښو په اړه د سمدستي، خپلواکو او هر اړخیزو څیړنو غوښتنه کړې.
جرمني ۲۵ افغان پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته ولېږل
د جرمني حکومت نن سه شنبه ( د ثور۸مه) ۲۵ افغانان چې دغه هېواد کې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته واستول.
ډي.پي.اې خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه پناغوښتونکي تیره شپه په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیګ ښاره روان شول او سه شنبه سهار مهال کابل ته ورسېدل.
د راپورونو له مخې دغه کسان په قتل، جنسي تیري، نورو ته د زیان اړولو او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.
دا اخراج د جرمني او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې شوی دی.
تر دې وړاندې هم جرمني لسګونه افغانان چې دوی مجرم بللي، کابل ته ډیپورت کړي دي.
م.م وايي، په کونړ کې پر ملکیانو او پوهنتون بریدونه یې مستند کړي
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر وايي چې د اسعداباد په ګډون په ځینو سیمو د هوايي بریدونو له امله یې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې مستندې کړې دي.
یوناما نن سېشنبه (۸ ثور) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وي.
دې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.
له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، پر کونړ ولایت د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي وي او د پېښو عاملان باید حساب ورکړي.
هغه ټینګار کړی چې د وروستیو پېښو په اړه چټکې، خپلواکې او بشپړې څېړنې ضروري دي.
تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي و چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د تسعداباد ښار او د کونړ ولایت په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر سیدجمال الدین افغان پوهنتون او ملکي سیمو د برید ادعاوې «ښکاره دروغ» دي.
د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، په لوړه کچه د خبرو لپاره کابل ته په رسمي سفر رسېدلی دی.
دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې کابلوف د سېشنبې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، او د طالبانو له نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.
د بیان له مخې، تمه ده چې په دغو خبرو کې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او په ډیپلوماسۍ، پانګونې، بنسټیزو پروژو او سیمهییز امنیت کې همکاري پراخه کړي.
روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي او یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.