د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

وال ستریت ژورنال: طالبانو د روسیې بلنه په ماسکو غونډه کې د ګډون لپاره منلې ده


  • نیویارک ټایمز ​

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه راکټي برید په اړه لیکنه خپره کړې ده چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وینا پر مهال وشو.

د ورځپاڼې په باور ښایي دا حمله د ښاغلي غني د یکشنبې د ورځې د اوربند د وړاندیز پر ضد شوې وي او هغه ته ځواب وي.

ولسمشر غني: حکومت د اختر په ورځ د یاغیانو له لورې د برید تمه لرله

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم د طالبانو یوشمیر مشرانو ویلي دي چې دوی د افغانستان د حکومت له لورې د مشروط اوربند پر مسالې بحثونه لري خو تر دې دمه طالبانو په رسمي ډول دې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

د سې شنبې په ورځ چې کله ولسمشر غني په ارګ کې وینا کوله، د ښار په بیلابیلو سیمو کې د توغندیو د لګیدو غږونه خپاره شوو، ولسمشر وویل چې حکومت د اختر په ورځ د یاغیانو له لورې د برید تمه لرله.

د سې شنبې په ورځ چې کله ولسمشر غني په ارګ کې وینا کوله، د ښار په بیلابیلو سیمو کې د توغندیو د لګیدو غږونه خپاره شوو
د سې شنبې په ورځ چې کله ولسمشر غني په ارګ کې وینا کوله، د ښار په بیلابیلو سیمو کې د توغندیو د لګیدو غږونه خپاره شوو

ورځپاڼه وړاندې لیکي، وروسته تر دې چې روانه اونۍ اشرف غني طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ دې ډلې ضد او نقیض پیغامونه ورکړې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، طالبانو د یکشنبې په ورځ چې حکومت اوربند اعلان کړ په یوې اعلامیې کې وویل چې غواړي درې سوه زندانیان خوشي کړي. خو د ورځپاڼې په باور یوه ورځ وروسته تر دې طالبانو د کندز د لارې په اوږدو په لسګونو مسافر برمته کړل.

  • وال ستریت ژورنال

بلې امریکایۍ ورځپاڼې وال ستریت ژورنال بیا له طالبانو سره د سولې په ارتباط د ماسکو پر کنفرانس لیکنه کړې ده.

په دې مقالې کې راغلې دي چې طالبانو د روسیې بلنه په دې غونډه کې د ګډون لپاره منلې ده.

طالبانو د روسیې بلنه په ماسکو غونډه کې د ګډون لپاره منلې ده
طالبانو د روسیې بلنه په ماسکو غونډه کې د ګډون لپاره منلې ده

ورځپانه له غونډې د باخبرو کسانو په وینا خبر ورکوي چې ښایي د امریکا متحد ایالتونو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وي ورکړل شوې.

وال ستریت ژورنال په ماسکو کې د افغانستان د سفیر په وینا لیکي چې د طالبانو استازیو څو ځله له روسیي چارواکو سره کتلي دي. عبدالقیوم کوچی زیاتوي چې دا ښه خبره ده چې روسیه له طالبانو غواړي چې د حکومت له استازیو سره خبرې و کړي ترڅو د افغانستان لانجې ته یوه حل لار پیدا شي.

وال ستریت ژورنال: ښایي د امریکا متحد ایالتونو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وي ورکړل شوې

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د اوس لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.

وال ستریت ژورنال د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا لیکي چې په روسیه کې به د افغانستان لپاره غونډه د سپتمبر په څلورمه وشي.

XS
SM
MD
LG