د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۴۸

د پاکستان له نوي حکومت نه د امریکا غوښتنه!


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه چارواکی وایي، د پاکستان له نوي حکومته غواړي چې د افغانستان د امن او ثبات د ټینګېدو په هڅو کې رغنده رول ولوبوي او هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د دې هېواد له خاورې پر افغانستان حملې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا د برخې مرستیاله الیس ویلز وایي، پاکستان د افغانستان په امن او ثبات کې مهم رول لوبولای شي او د دې هېواد له نوي حکومته هم غواړي چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

میرمن ویلز دغه څرګندونې یوشمېر آسیایي هېوادونو ته د خپل سفر له پیلېدو مخکې د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

مېرمن ویلز وویل، موږ مخکې هم اسلام آباد ته د هغو ترهګرو په اړه چې له دې هېواده پر افغانستان حملې کوي اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان له نوي حکومته هم تمه کوو چې د دغو ترهګرو په وړاندې جدي اقدام وکړي:

"موږ دې حقیقت ته په پام سره چې ترهګرې نیابتې ډلې تراوسه په پاکستان کې امن ځایونه لري، خپله اندېښنه څرګنده کړې او د دې هېواد له حکومته غواړو چې زیات څه ترسره کړي او پردغو ترهګرو ډلو چې فعالیتونه یې له دې هېواده بهر متمرکز دي، فشارونه زیات کړي."

مېرمن ویلز وویل، د پاکستان د نوي صدراعظم عمران خان د هغو څرګندونو هرکلی کوي چي ویلي یې دي چې دا مهمه ده چې د پاکستان د پولې په دواړو غاړو کې امن او ثبات ټینګ وي.

د مرکزي او جنوبي آسیا په چاروکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په دې ټینګار وکړ چې په اوس وخت کې چې افغان ولسمشر د سولې په اړه جدی ګامونه اوچت کړي، اسلام آباد هم کولای شي په دې هڅو کې رغنده رول ولوبوي:

"دې ته په پام سره چې افغان ولسمشر د سولې وړاندیز کړی او نړیوالې ټولنې یې هم ملاتړ کړی او په اوس وخت کې چې افغان ولس د سولې غوښتونکی دی او هغه عکس العملونه چې موږ د کوچیني اختر په مناسبت د اوربند په وړاندې ولیدل چې خلکو یې پراخ هرکلی وکړ، د طالبانو وسله والو یې هم هرکلی وکړ او دایې و ښوده چې دوی هم له جګړو ستړي دي، اوس د دې وخت دی چې ټول لوري د خبرو د مېز ترشا کښیني او موږ هم له پاکستانه د دې ډیره تمه کوو چې دغه هڅې لا پیاوړي کړي."

مېرمن ویلز چې ویل کېږي تراوسه یې څوځلې د وسله والو طالبانو له استازیو سره مستقیمې خبرې ترسره کړي، د دوشنبې په ورځ د فرانس پرېس آژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه هرو مستقیمو خبرو کې باید د افغانستان حکومت شامل وي او هغه به یوازې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ مخ ته نه وړل کېږي.

مېرمن ویلز وویل، واشنګټن له طالبانو سره خبرې د دې لپاره نه کوي چې افغانان یا د افغانستان حکومت څنګ ته کړي بلکې یوازې غواړي چې اصلي لوري چې د افغانستان حکومت او طالبان دي، د خبرو میزته د هغوی د کښینولو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغې لوړپوړې ډیپلوماتې دغه راز وویل چې پاکستان هم دې ته هڅوو چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي ترڅو دا یقیني کړي چې طالبان یا د خبرو میز ته کښیني یا یې هم له هیواده وباسي او بیرته یې افغانستان ته ولیږي او پرې یې نږدي چې د دې هیواد په خاوره کې خوندي پناه ځای ولري.

XS
SM
MD
LG