د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ځینې وکیلان: حکومت د غزني د جګړې په مخنیوي کې کمزوری عمل کړی


ه ولسي جرګې کې د غزني ولایت یوشمېر استازي وايي، سره له دې چې پاکستان د افغانانو دښمن دی او د غزني په جګړه کې یې لاس درلود، خو حکومت هم د دغې جګړې په مخنیوي کې په سمه توګه عمل نه دی کړی.

د ولسي جرګې له دغو غړیو، علی اکبر قاسمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم دوی د غزني د ګواښل کېدو په اړه ځینې اطلاعات له حکومت سره شریک کړي وو، خو حکومت ورته جدي پام ونه کړ.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تائیدوو چې کمزوري ډېره لویه وه او د غزني د ویجاړېدو او د سلګونو ځوانانو چې د هېواد اساسي پانګه وه د وژلو سبب شوه خو د پاکستان مداخله په کې د لمر په څېر روښانه وه."

د غزني د جګړې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، دغه ولایت ته لاړ او د پاکستان له حکومته یې، د غزني د جګړې او په دغه جګړه کې د وسله والو پاکستانیانو د ګډون په اړه، توضیحات وغوښتل.

ولسمشر محمد اشرف غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال
ولسمشر محمد اشرف غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال

بلخوا د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي تېره اوونۍ وویل چې د غزني په جګړه کې پر طالبانو سربېره، پاکستانیان، عرب او چیچنیان هم شامل وو.

د غزني پر ښار تېره اوونۍ وسله والو طالبانو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو د نښتو په نتیجه کې د دغه ښار ډېرې سیمې ویجاړې او دواړو لورو ته درنه مرګ وژوبله واوښته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا رد کړه چې د غزني په جګړه کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي، پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د تېرې پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې هېڅ ثبوت ترلاسه شوی نه دی چې له غزني نه دې د پاکستانیانو مړي لېږدول شوي وي موږ دغه بې بنسټه تورونه ردوو.

سربېره پردې د پاکستان لوی درستیز قمرجاوید باجوه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې د ټینګښت او د سولې په راوستلو کې له افغانستان سره د همکاريو پر ژمنو ولاړ دی.

په ورته کې د پوځي چارو پوهان وايي، پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او په دې هېواد کې د جګړې اورته لمن وهي خو زیاتوي چې د خلکو پر وړاندې حکومت هم مسؤل دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق الله امرخېل وايي:

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

​"حکومت او استخباراتو بې خبري کړې او په دې نه خلاصېږي چې ووايي، پاکستان مقصر دی ځکه، دا یوه برخه ده خو اساسي برخه داده چې ولې حکومت او امنیتي ځواکونو بې خبري کړې ده، پاکستان د افغانستان د خلکو پروړاندې مسؤل نه دی بلکې د افغان دولت مسؤل دی."

ښاغلی امرخېل وايي، د هېواد کشفي او استخباراتي برخې کمزورۍ لري او حکومت باید په دې اړه خلکو ته ځواب ووايي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، د ولسمشر له سپارښتنو سره سم، د غزني د پېښې څرنګوالی ارزول کېږي او جزئیات به یې له رسنیو سره شریک شي.

شهر غزنی پس از حمله طالبان
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

​راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG