د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

ملي ارمان: کابل باید د پاکستان په اړه ملګرو ملتونو رسمي شکایت وکړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې په غرني کې د ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو او د پاکستان د مداخلو او له طالبانو یې د ملاتړ په تړاو یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، ولسمشر غني پاکستان مخاطب کړی چې ولې یرغلګر هلته تداوي کېږي؟

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې غزني ته په خپل سفر کې کړي او ویلي چې په ګاوندي هېواد پاکستان کې روغتونونه د هغو طالب جنګیالیو درملنه کوي چې له افغان ځواکونو سره د غزني په جګړه کې ټپیان شوي دي.

په مطلب کې وړاندې د افغان ولسمشر په حواله راغلي چې د غزني د جنګ لپاره یرغلګر له پاکستانه راغلي و، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لوی درستیز له افغانستان سره سند لاسلیک کړی چې کله د پاکستان انتخابات پای ته ورسېږي دې موضوع ته به پاملرنه کوي.

په مطلب کې د ولسمشر له خوا، جنرال باجوه مخاطب شوی او ورته ویل شوي چې د غزني جګړې ته یرغلګر له کوم ځایه راغلل او ولې هلته تداوي کېږي؟

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې، د پښتونخوا د عوامي ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په حواله لیکلي چې له افغان جګړې د راوړل شویو پاکستانیانو په اړه باید تحقیقات وشي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې اسفندیار ولي ویلي، دا چې د افغانستان په یوه خونړۍ جګړه کې پاکستاني وګړي وژل کېږي د جدي اندېښنې وړ خبره ده او باید په اړه یې جدي پلټنې وشي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې، پاکستان باید د افغانستان د سولې لپاره عملي او هر اړخیز اقدام وکړي.

ورځپاڼه لیکلي، اسفندیار ولي دا هم ویلي چې، د پاکستان حکومت باید خپل سیاستونه بدل کړي او په رېښتیني ډول له افغان حکومت سره د سولې، د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړلو او جګړې د ختمولو په برخه کې مرسته وکړي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ځني پاکستاني سیاستوالو تویټر پوستونه راخیستې دي.

ماندګار لیکي چې افراسیاب خټک او باشرا ګهر په خپلو ټويټر پاڼو کې لیکلي چې، د پاکستان دولت او پارلمان باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو لیکلي، افغان حکومت باید په رسمي ډول د پاکستان له حکومت نه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور اسلام اباد د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله کوي د ترهګرو ملاتړ ته ولاړ دی، خلک وژني او وینې تویوي.

ورځپاڼې د یو شمېر افغان شنونکو په حواله لیکلي چې د ګاونديو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د روښانه سیاست نه شتون په دغه هېواد کې پاکستان ته په سیستماتیک او منظم ډول د لاسوهنې او د جګړې د پراخولو زمینه برابره کړې ده.

په سر مقاله کې له خلکو غوښتل شوي چې نور له حکومت نه تمه ونه کړي او د پاکستان د مداخلو په اړه خپله تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG