د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

افغان ولسمشر: پاکستان په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي


ولسمشر محمد اشرف غني په غزني کې د مېشتو قومونو قومي مشرانو، علماوو سپیږیرو او ولسي خلکو ته په وینا کې وویل چې پر پاکستان غږ کوو چې د افغان سولې په برخه کې ګام واخلي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغان دولت سره د سولې د ټینګښت په برخه کې ځیني لیکونه لاسلیک کړي وو، خو تر اوسه پوري یې پر خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې چې ستره بېلګه یې د غزني وروستۍ جګړه ده چې د وسله والو مخالفینو یو سل پنځو مړي پاکستان ته انتقال شوي او زیاتره ټپیان یې په دغه هېواد کې تر درملنې لاندې دي.

ولسمشر غني وویل چې د پاکستان احتمالي صدراعظم عمران خانه، ته هم پښتون یې، مور او پلار دي هم پښتون دی، ته د هغه جنازو ځواب ورکړه چې په غزني کې په جګړه کې وژل شوي دي.

غزنی
غزنی

دا چې د ولسي جرګې غړي او ځینې سیاسي مبصرین د غزني جګړه د ځینو کورني اشخاصو په مرسته د سیمې د استخباراتو کار بولي، نو ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د دغې پېښې څیړنه به کېږي چې چا غفلت او چا خیانت کړی دی.

کله چې په دوه زره دیارلسم کال کې غزني د اسلامي ثقافت د پلازمینې په توګه ونومول شو، د هېواد د وخت ولسمشر حامد کرزي دغه ولایت د لومړۍ درجې په توګه اعلان کړ، ولې چارې یې تر اوسه په ټپه ولاړې دي او نن د خلکو د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر اشرف غني له غزني مېشتو سره ژمنه وکړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د دغه ولایت د لومړۍ درجې چارې پشپړې شي.

ولسمشر غني غزني ته د سفر پرمهال
ولسمشر غني غزني ته د سفر پرمهال

که څه هم د غزني د زیاترو ولسوالیو لارې له مرکز سره بندې او اکمالات یې د هوا له لارې کېږي، خو نوموړي ژمنه وکړه چې د لارو د امنیت په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې وویل:

"که څه هم زه دلته د ویر او له تاسو سره د غمرازي په موخه راغلی یم، خو بیا هم له تاسو سره وعده کوم چې تر اختر پوري به د ښار پر خل;و اووه زره ټنه غنم وویشل شي، ترڅو خلک د غلې دانې له کمښت څخه په امان شي."

ولسمشر ژمنه وکړه چې د غزني په وروستۍ جګړه کې د وژل سویو کسانو له کورنیو سره به خاصه مرسته کېږي، د غزني خلک چې څه هم غواړي زه حاضر یم چې ورسره ویې کړم.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG