د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د غزني په ښار کې د تلاشۍ او تصفیې عملیات بیا پېل شول


د غزني په ښار کې د امنیتي اودفاعي ځواکونو د" تلاشۍ او تصفیې" عملیات بیا پېل شول.

په غزني کې چارواکي وايي چې د اختر په دریو ورځو کې دا عملیات درېدلي ول.

د غزني د والي ویاند، عارف نوري پرون ، جمعه د سنبلې ۲ مه، ازادي راډیو ته وویل چې د غزني د مرکز ټولې سیمې به په نوبت ، کور په کور اوکوڅه په کوڅه تلاشي شي.

نوري وویل، وسله والو طالبانو پرون د ښار په څنډو کې حملې کړې خو هدف ته چې د نوري په وینا، غالباً د غزني ښار په شاوخوا کې دپرتو کلیو نیول و، ونه رسېدل.

عارف نوري: " انشالله ، د دې توان نه لري چې د غزني پر ښار یا کمربندي پوستو حملې وکړي ځکه زیات شمېر ملي اردو اوپولیس په ښار کې او شاوخوا کمربندونوکې ځاي پر ځاي شوي دي. "

وسله والو طالبانو د اسد په ۱۹مه د غزني پر ښار ډله ائیزه حمله وکړه. په دې خونړۍ حمله کې د غزني ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او سل ګونه کسان یې قرباني شول.
وسله والو طالبانو د اسد په ۱۹مه د غزني پر ښار ډله ائیزه حمله وکړه. په دې خونړۍ حمله کې د غزني ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او سل ګونه کسان یې قرباني شول.

وسله والو طالبانو د اسد په ۱۹مه د غزني پر ښار ډله ائیزه حمله وکړه.

په دې خونړۍ حمله کې د غزني ښار ډېرې برخې ویجاړې شوې او سل ګونه کسان یې قرباني شول.

طالبانو پرون د غزني ښار په څنډو کې حملې کړې خو هدف ته ونه رسېدل

په غزني ښار کې لا هم ټلفوني شبکې منظم فعالیت نه لري او خبریالان نه شي کولائ چې حتی د ښار شاوخوا سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.

د غزني والي په وروستیو کې خبریالانو ته وویل چې پر غزني ښار په حمله کې بهرنیو استخباراتي کړیو لاس درلود.

والي ټینګار وکړ چې که د ښار د امنیتي کمربندونو د ټینګولو لپاره اضافي امنیتي ځواکونه ور وانه ستول شي، د بلې فاجعې د رامنځ ته کېدو امکان لرې نه دی.

په غزني ښار کې لا هم ټلفوني شبکې منظم فعالیت نه لري او خبریالان نه شي کولائ چې حتی د ښار شاوخوا سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي
په غزني ښار کې لا هم ټلفوني شبکې منظم فعالیت نه لري او خبریالان نه شي کولائ چې حتی د ښار شاوخوا سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي

د غزني د ښار هغه اوسېدونکي چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړې، پر ښار د وسله والوطالبانو د حملې د امکان له امله اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د ښار شاوخوا امنیتي کمربندونه ټینګ کړي.

د غزني د والي ویاند ، عارف نوري ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پرون د قره باغ ولسوالۍ د نیولو هڅې هم پېل کړې وې خو هدف ته ونه رسېدل.

د غزني د والي ویاند: طالبانو پرون د قره باغ ولسوالۍ د نیولو هڅې هم پېل کړې وې خو هدف ته ونه رسېدل

نوري وویل چې هوايي ځواکونو پرون ماسپيښن په قره باغ کې پر وسله والو طالبانو حملې وکړې چې ۱۳ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او د چاودېدونکو موادو یو موټر یې هم تخریب شوی دی.

نوري وویل چې په قره باغ کې په پرونۍ حمله کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG