د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۵

طالبان په خبرو اترو کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي


روسیه وايي، طالبانو په هغو خبرو اترو کې چې د سیپټمبر د میاشتې په څلورمه نېټه په مسکو کې پلان شوي د دوی له خوا د ګډون بلنه منلې ده.

مسکو دا اعلان په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي چې په دې لړ کې یې له افغان ځواکونو سره تر ټولو خونړۍ نښتې په وروستیو کې د غزني په ولایت کې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ په سوچي کې خبریالانو ته وویل، مسکو طالبان د سیپټمبر په ۴مه نیټه د خبرو لپاره وربللي دي او هیله لري چې ګټورې خبرې اترې به وشي.

د لاوروف په وینا د طالبانو لومړی عکس العمل مثبت و او دوی پلان لري چې په دې خبرو کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سیپټمبر په ۴ مه نیټه د مسکو په خبرو کې به پر طالب استازو سربېره، د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هندوستان استازي هم برخه ولري.

روسي چارواکي وايي ددې خبرو هدف دا دی چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې پروسه کې پرمختګ وشي، او دغلته هرڅومره زر چې ممکنه وي سوله وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د امریکا په شمول نور هېوادونه هم دې خبرو اترو ته وربلل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

طالبانو تر اوسه د مسکو د غونډي په اړه کومه تبصره نه ده کړې

خو افغان حکومت چې د قضیې یو اصلي لوری دی او تل یې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو اترو ټینګار کړی وايي، دوی تر اوسه پورې د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده تر لاسه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو وویل:

"د هغې غونډې په اړه چې ټاکل شوې مسکو کې جوړه شي، موږ ته یې په اړه رسماً تر اوسه څه معلومات نه دي رسېدلي، کله مو چې په دې اړه بلنه او معلومات تر لاسه کړل، بیا به که موږ هر عکس العمل درلود، له تاسو سره به یې شریک کړو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، د بلنې له تر لاسه کولو وروسته به په دې اړه افغان ولسمشر تصمیم نیسي چې د مسکو د خبرو اترو هرکلی وکړي او که څنګه؟
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، د بلنې له تر لاسه کولو وروسته به په دې اړه افغان ولسمشر تصمیم نیسي چې د مسکو د خبرو اترو هرکلی وکړي او که څنګه؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وویل، د بلنې له تر لاسه کولو وروسته به په دې اړه افغان ولسمشر تصمیم نیسي چې د مسکو د خبرو اترو هرکلی وکړي او که څنګه؟

نوموړي تېر کال د روسیې له خوا دې ته ورته د خبرو اترو د یو بهیر یادونه وکړه او ویې ویل هغه مهال د افغان حکومت غوښتنه دا وه چې دا خبرې اترې دې افغان حکومت ته وسپارل شي.

سرګي لاوروف: موږ له طالبانو سره خپل تماسونه پټ کړي نه دي

ښاغلي احمدي وویل د مسکو د اوسنۍ غونډې په اړه به کله چې افغان حکومت رسمي معلومات ترلاسه کړي، د حکومت مشرتابه خپل دریځ څرګند کړي.

بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغان چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګوندې روسیه غواړي طالبان په افغانستان کې د داعش د وسله والې ډلې پر خلاف وکاروي.

نوموړي له طالبانو سره د روسیې اړیکې څرګندې وبللې او ویې ویل:

"موږ له طالبانو سره خپل تماسونه پټ کړي نه دي، دوی د افغان ټولنې یوه برخه ده، موږ له دوی سره په تماس کې یوو او د دې تماسونو هدف په افغانستان کې د روسي اتباعو او روسي ادارو خوندیتوب دی، همدارنګه موږ طالبان هڅوو چې وسلې پر مځکه کېږدي او له افغان حکومت سره یو ملي تفاهم ته کیني."

سرګي لاوروف: طالبان د افغان ټولنې یوه برخه ده، موږ له دوی سره په تماس کې یوو
سرګي لاوروف: طالبان د افغان ټولنې یوه برخه ده، موږ له دوی سره په تماس کې یوو

د انټرفاکس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو ویاند له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ويلي، امریکا په دې خبرو کې برخه نه اخلي.

د انټرفاکس خبري اژانس : امریکا په دې خبرو کې برخه نه اخلي

ددې ویاند له خولې زیاته شوې د مسکو په فارمټ کې دا ډول پخوانیو غونډو ته په کتو دوی باور نه لري چې دې خبرو کې د کوم پرمختګ وشي.

وسله والو طالبانو په وروستیو اونیو کې د خپلو وسله والو هڅو سره یوځای په سیمه او نړۍ کې ډیپلوماټیک تماسونه هم پراخ کړي دي.

په وروستیو کې دې ډلې ازبکستان او اندونیزیا ته پلاوي واستول او همدارنګه ویل کېږي چې د دې میاشتې په پیل کې یې په قطر کې د لوړوپوړو امریکايي ډیپلوماټانو سره هم خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG