د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

"د افغانستان د سرتېري بنسټ" د حکومت او طالبانو ترمنځ دایمي سوله غواړي


د اوربند په تړاو د افغانستان د سولې عالي شورا او د افغانستان د عالمانو د شورا له غوښتنې وروسته "د افغانستان د سرتېري بنسټ" له حکومت او وسله‎والو طالبانو غواړي چې په هېواد کې دایمي اوربند وکړي.

د دغه بنسټ رئیس عبدالقادر وطندوست ځاځي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل:

"له دواړو لورو غواړو چې دایمي اوربند اعلان کړي، دغه اوربند باید د اختر د درې ورځو لپاره نه، بلکې د تل لپاره وي. له وسله‎والو طالبانو هم غواړو چې اوربند وکړي. را دې شي او د سولې خبرې دې ترسره کړي."

عبدالقادر وطندوست
عبدالقادر وطندوست

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا او د افغانستان د عالمانو شورا، له حکومت او وسله‎والو طالبانو وغوښتل چې د لوی اختر په ورځو کې دې اوربند وکړي.

په افغانستان کې د ډېرو کلونو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره د تېر اختر په درې ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند شوی و.

خو د کوچني اختر له اوربند وروسته وسله‎والو طالبانو بیا جګړه پیل او په غزني، بغلان او ځینو نورو سیمو يې وسله‎والو بریدونو ته زور ورکړ چې په نتیجه کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه واوښتل.

بل‎خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو ویلي چې ډېر ژر به وسله‎والو طالبانو سره اوربند اعلان شي.

د افغانستان د سرتېري بنسټ په راټولېدنه کې یو شمېر ځوانانو وویل، دغه اوربند باید د تېر اختر په شان درې ورځې نه، بلکې دایمي وي.

عتیق‎الله ځاځي وویل:

"ملتونه باید تصمیم ونیسي او غږ پورته کړي لکه د هلمند د خلکو سوله غوښتونکی غږ، د خلکو په تصمیم سره حکومتونه جوړېږي. موږ هم غږ پورته کوو. موږ د هېواد د ځوانانو د قربانیو پلویان نه‌یوو، موږ د دایمي سولې پلویان یوو."

طالبانو تر اوسه په‎دې اړه نظر نه‎دی څرګند کړی، خو مشر يې "ملا هبت‌الله" تېره ورځ د لوی اختر په مناسبت د دوی په خپره شوې اعلامیه کې له حکومت سره د اوربند په تړاو هېڅ یادګېرنه نه‎ده کړې.

ودیر صافی
ودیر صافی

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه ودیر صافی وايي، که وسله‎وال طالبان د خلکو دغه غږ ته مثبت ځواب ونه‌وايي، حکومت باید له ډیپلوماتیکو لارو په ملي او نړیواله کچه هڅې پراخې وکړي چې وسله‎وال طالبان په هېواد کې دایمي سولې ته اقدام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG