د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د سولې او علماوو شوراګانو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه


د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو شورا له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند وکړي.

د لوی اختر له رارسېدو سره د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو شورا په یوه غږ له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي.

کریم خلیلي او مولوي قیام الدین کشاف وايي، د دې اړتیا ده چې افغانان لوی اختر په امنیت او ارام فکر کې تېر کړي.

ښاغلي خلیلي د شنبې په ورځ له دواړو لورو وغوښتل چې لکه د کوچني اختر په څېر په لوی اختر کې هم اوربند وکړي.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

​نوموړي وویل:

"د طالبانو د ټول تحریک په ځانګړي ډول د دغې ډلې له رهبرۍ غوښتنه کوو چې اوربند اعلان کړي او د افغان حکومت او د طالبانو د تحریک له خوا دوه اړخیزه اوربند اعلان او رعایت شي، مونږ هیله مند یوو چې دا ګام واخیستل شي."

دا غوښتنه داسې وخت مطرح کېږي چې څه موده وړاندې د کعبې د امام په شمول، د اسلامي نړۍ لسګونو علماوو په افغانستان کې جګړه فتنه وبلله او د پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه.

له هغې وړاندې نېږدې دری زرو افغان علماوو همپه کابل کې د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د جګړې پر وړاندې فتوا ورکړه او روان جنګ يې حرام وباله.

له هغې څو میاشتې مخکې بیا د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان علماوو د اندونیزیا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د جنګ د ختمولو او د سولې خبرو د پیلولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان جګړه نظامي حللاره نه لري او ده هم په هېواد کې د اوربند د ژر ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د علماوو شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف مخکنیو غونډو او د علماوو دریځ ته په کتو وايي چې دوامداره اوربند باید اعلان شي چې د سولې د خبرو زمینه برابره شي.

قیام الدین کشاف
قیام الدین کشاف

دی زیاتوي:

"د علماوو او د دغه ځورېدلي ملت په غوښتنه مونږ اوږدمهاله اوربند غواړو چې د سولې خبرو اترو زمینه برابره کړي، خدای دې وکړي چې افغان ولس د اختر شپې ورځې او له هغې وروسته نورې میاشتې په سوله کې تېرې کړي."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسشمر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، د اوربند د اعلان په اړه مشورې روانې دي او ولسمشر غني به ډېر ژر په دې هکله وروستی دریځ اعلان کړي.

په کوچني اختر کې د حکومت د اوربند له اعلان وروسته طالبانو هم د درېیو ورځو د اوربند اعلان وکړ چې دا بې ساری ګام د خلکو د تود هرکلي سره مخ شو.

اوس انتظار دا دی چې په لوی اختر کې هم اوربند وشي او د بیا غځېدو سره یې په دغه هېواد کې د سولې د خبرو زمینه برابره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG