د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ارګ: ډېر ژر به اوربند اعلان شي


د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي پرون شنبه د اسد ۲۷ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت به "ډېر ژر" اوربند اعلان کړي.

مرتضوي وویل:

"حکومت پر اوربند څېړنه کوي، ښايي ډېر ژر اعلان شي."

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

شاه حسین مرتضوي په‎دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

هغه ونه‌ویل چې حکومت دقیقاً، څه وخت د اوربند د اعلان پلان لري، خو د جمهور رئیس ویاند، هارون چخانسوري پرون په یوه ټویټ کې لیکلي:

"د اوربند په اړه بحثونه د شنبې په ورځ هم روان وو او حکومت به له ټولو ښکېلو خواوو سره تر مشورې وروسته، خپله پرېکړه اعلان کړي."

محمد هارون چخانسوري
محمد هارون چخانسوري

په همدې حال کې د وسله‎والو طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده پرون شنبه د اسد ۲۷مه یو وار بیا ویلي چې غواړي د افغانستان د "اشغال" د پای ته رسېدو په اړه له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

هبت‌الله اخندزاده په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې له واشنګټن سره "صادقانه، سپینې او داسې مذاکرې غواړي چې نتيجه ولري."

په‎دې بیان کې د افغانستان له حکومت سره د اوربند هېڅ یادونه نه‎ده شوې.

په افغانستان کې له طالبانو سره د حکومت له لوري د اوربند خبره په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په وروستیو دوو اوونیو کې سلګونه افغانان د خونړیو حملو قرباني شول.

په کابل کې دوه خونړۍ ورځې او د امریکا غبرګون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ په دشت برچي کې په انتحاري حمله کې د ۴۰ زده‎کوونکو وژل کېدل تأییدوي.

په بیان کې ویل شوي چې په دشت برچي کې په انتحاري حمله کې ۶۷ تنه زخمیان شوي وو.

د دې حملې مسؤلیت د "اسلامي دولت" په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش واخیست.

خو د تېرې جمعې په سهار د غزني پر ښار د وسله‎والو طالبانو په حمله کې د سلګونه کسانو د مړګ او ژوبلې خبر ورکول شو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئيس، په غزني کې د ازادي راډیو خبریال ته د اسد په ۲۶مه وویل چې د غزني په ښار کې یې ۲۰۰ جسدونه راغونډ کړي او همکاران‌یې لا هم د مړو په راټولولو لګیا دي.

د غزني ښار د بزازۍ بازار سوځېدلی د ښار ډېرې سیمې په کنډواله بدلې شوې دي.

خو له دې ټولو ستونزو سره، په افغانستان کې د کوچني اختر په ورځو کې د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ مؤقت اوربند په خلکو کې د دایمي اوربند د ټینګېدو هیله زیاته کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې، د افغان ښځو شبکې او صلاح کنسرسیوم په نوم ټولنې یوه تازه سروې کړې او ۹۳ فیصده هغو افغانان چې د سروې لپاره‌یې نظر اخیستل شوی، د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د دایمي اوربند ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس، کریم خلیلي د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د عالمانو له شورا سره په‎دې کې چې حکومت او وسله‎وال طالبان باید اوربند وکړي، توافق لري.

XS
SM
MD
LG