د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د غزني ځيني استازي: طالبان پر غزني د بیا ځلي حملې د فرصت په لټه کې دي


د غزني د خلکو یوشمېر استازي په دغه ښار کې د طالبانو د بیا ځلي حملې له وېرې په اندېښنه کې دي.

په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو شمېر استازي په غزني ښار د طالبانو له بیا ځلې حملې په وېره کې دي او وايي چې طالبان دا وخت د فرصت په لټه کې دي.

دوی وايي، د غزني ښار په څنډو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي او په خبره یې چې طالبان په ډېرو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي او په ولایتي شورا کې د دوی استازي حمیدالله نوروز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"طالبان د غزني ښار په شااوخوا کې وخت نا وخت راښکاره کېږي او خلک وايي چې طالبان به بیا حمله وکړي، دوی وايي چې طالبان اوس هم دا توان لري چې هر وخت په غزني ښار حمله وکړي او سیمه ناامنه کړي."

"اندېښنې شته، څرنګه چې غزني یو ستراتژیک او ستر ښار دی، نو ځکه مخالفین کولای شي چې په اسانه توګه په مرکز کې نفوذ وکړي."

د غزني ولایتي شورا د دغه ولایت په اړه د حکومت د جدي اقداماتو او دغه شان د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کوي.

غزني د کابل – کندهار پر لویه لاره پروت یو ستراتیژیک ولایت دی.

غزني ښار شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد و.

د طالبانو د دغې حملې په نتیجه کې سلګونه کسان ووژل شول، د ښار یوه برخه وسوځېده او د مخابراتو سیسټم هم په دغه ولایت کې فلج شو.

د غزني والي خبریالانو ته ویلي چې د غزني په حمله کې د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر حملې ورسته غزني ته ولاړ او هلته یې په خپله وینا کې د پاکستان له حکومته د افغان جګړې او په ځانګړي ډول په غزني کې د وژل شویو پاکستانیانو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ویلي چې د غزني په جګړه کې د طالبانو سربېره، پاکستانیانو، عربانو او چيچنایانو هم برخه اخیستې وه.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، داسې هېڅ ثبوت نشته چې په غزني کې وژل شوي کسان پاکستان ته لېږدول شوي دي، د ده په وینا دا ډول ادعاوې بې بنسټه دي.

د غزني ترڅنګ په فاریاب کې هم د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتح الله قیصاري وايي چې د دغه ولایت لس ولسوالۍ له ګواښ سره مخ دي.

دی زیاتوي:

"د المار، قیصار، دولت اباد یعنې په ټوله کې لس ولسوالۍ له ګواښ سره مخ دي او ناامنۍ يې د فاریاب مرکز هم ګواښي."

د افغانستان دفاع وزارت په فاریاب کې د نا امنۍ په اړه اندېښنې بې ځایه بولي او وايي چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفیونو پر وړاندې عملیات روان دي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د غزني د وضعیت په اړه هم ازادي راډیو ته وویل چې په غزني کې ځمکني او هوايي عملیات روان دي او دا اندېښنې چې طالبان به بیا په دغه ښار حمله وکړي، سمې نه دي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

نوموړي وویل:

"هلته په کافي اندازه ځمکني او هوايي ځواکونه شته او په ولسوالیو کې هم د تصفیوي عملیاتو پلان تر کار لاندې دی، خلک باید اندېښنه ونه لري، هلته کافي ځواکونه شته او ان شأالله، د ښار له تصفيې وروسته به د ولسوالیو تصفیه هم پیل شي."

له دې سره د امنیتي چارو پوه محمداګل مجاهد وايي، تر کومه چې کشفي او استخباراتي ځواکونه فعاله نه شي او د طالبانو نفوذي کسان ونه پېژندل شي، په ولایتونو کې به د طالبانو د حملو مخنیوی ستونزمن کار وي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG