د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

وکیلان: طالبان د سرپل پر مرکز د پراخې ډله‎ییزې حملې پلان لري


په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت یو شمېر استازي او د سرپل د ولایتي شورا رئیس وايي، داسې راپورونه‌یې ترلاسه کړي چې طالبان د سرپل په مرکز د پراخې ډله‎ییزې حملې پلان لري.

په ولسي جرګه کې د سرپل استازي سید محمد حسن شریفي بلخابي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو دغې احتمالي حملې خلک سخت اندېښمن کړي.

دی وايي:

"د طالبانو احتمالي حملې خلک سخت اندېښمن کړي، ځینو یې کډې کړي، امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی دی، په ښار کې وضعیت سخت د اندېښنې وړ دی، که امنیتي سکټور مخکې له مخکې لازم تدابیر ونه نیسي، ممکن هلته د غزني په څېر ناورین رامنځته شي."

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني وايي، په‎دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه کم دي او که تجهیز او اکمال ته یې پاملرنه ونه‎شي، نو سرپل به د غزني له برخلیک سره مخ شي.

بل‎خوا د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني دا مني چې د استخباراتي او کشفي معلوماتو له مخې طالبانو پلان لري چې د سرپل په ښار پراخه ډله‎يیزه حمله وکړي، خو د نوموړي په وینا امنيتي ځواکونو یې په وړاندې د کلکې دفاع هوډ لري.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني
د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني

دا په‎داسې حال کې ده چې له لوی اختر شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې وسله‎والو طالبانو په غزني ښار پراخه ډله‎ييزه حمله وکړه چې څو ورځې په ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

افغان چارواکي وايي چې په جګړه کې د ملکیانو په ګډون دواړو خواوو ته درانه ځاني تلفات او همدا شان عامو خلکو ته زیات مالي زیانونو اوښتې دي.

  • د پکتیا امنیتي وضعیت هم ترینګلی دی

په ورته وخت کې د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي چې په‎دغه ولایت کې هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی او که مخکې له مخکې ورته تدابیر ونه‌نیول شي، د دوی په خبره په‎دغه ولایت کې به هم امنیتي وضعیت لاپسې خراب شي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بیا وايي چې د یو شمېر ولایتونو په ځانګړي توګه د سرپل ولایت کې امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلی جاوید زیاتوي:

"د ملي دفاع وزارت او د ټولو امنیتي ځواکونو رهبري، په هر حالت او هر وخت کې د ټولو ولایتونو امنیت ساتلو ته چمتو او اماده باش ده، د سرپل د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې رهبرۍ ته رسېدلي دي، رهبرۍ په‎دې اړه اقدامات کړي او تر څنګ‌یې تدابیر نیول شوي، څو سرپل د غزني په څېر له ورته پېښې نه وژغورل شي."

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د سرپل سیمه‎ییز چارواکي وايي چې له شیخ مطیع‌الله وروسته په شمال کې د طالبانو رهبري متقاعد پاکستاني جنرال نبیل په غاړه اخیستې او هڅه کوي چې په سرپل ولایت په خونړۍ حملې سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

په ورته وخت کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي هم تازه رسنیو ته ویلي چې په غزني کې د جنګېدونکو پاکستاني سرتېرو یونفورمونه‌یې ترلاسه کړي.

خو دغه ادعاوې کومې خپلواکې سرچینې نه‎دي تأیید کړي.

د پوځي چارو افغان کارپوهان د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره وايي، د سولې خبرو ته د هڅو په زیاتوالي سره طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپلې حملې زیاتې کړي او په داسې وضعیت کې دوی هڅه کوي چې د سولې د خبرو په مېز کې لاس ته راوړنې ولري.

خو د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض سپارښتنه کوي چې حکومت باید په سرپل کې، بلکې په ټولو ولایتونو کې د چمتووالي ولري، څو پر ولایتونو د طالبانو د حملو مخه ونیول شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر جلسې دمخه رسنیو ته په خبرو کې وویل چې امنیتي چارواکي باید د هرې پېښې او امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووایي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG