د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د سولې او جګړې انسټیټوټ: د غزني مسئله یو ستر ناورین دی باید ورته سیدګي وشي


په غزني ښار کې له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته که څه هم اوس افغان حکومت په دغه ښار کې د امنیت د ټینګېدو خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټوټ په غزني کې بشري وضعیت خطرناک او د اندېښنې وړ بولي.

د سولې او جګړې د انسټيټوټ رئیس حکمت الله اعظمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې دواړه ښکېلې خواوې باید هڅه وکړي چې د جګړې د نړیوالو قوانیو له مخې بشري مرسته کوونکو ته اجازه ورکړي چې خلکو ته خواړه او روغتیايي خدمات ورسوي.

ښاغلی اعظمي په غزني کې پېښ شوی وضعیت بشري ناورین بولي:

حکمت الله اعظمي
حکمت الله اعظمي

"دا له هر اړخ څخه يوه ستره فاجعه ده او ورته باید په سمه معنا رسېدګي شوې وای، يو خو روغتیايي اسانتیاوې دي چې د جګړې دواړو خواوو ته باید په وخت سره ورسېږي، دوهم خواړه دي چې اړین دي او درېیم مړي دي چې په وخت سره باید ورته رسېدګي وشي."

ښاغلی اعظمي وايي، افغان حکومت باید د داسې پېښو پرمهال لازم پلان او تدابیر ولري څو خلک له روغتیايي او د خوړو د کمښت له ستونزو سره مخ نشي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ دفتر هم په غزني کې بشري وضعیت خطرناک او کړکېچن بللی او په مرسته کوونکو بنسټونو یې د بېړنیو مرستو رسولو غږ کړی.

د دغه دفتر د تازه راپور له مخې په غزني ښار کې لا هم برېښنا نشته او خلک د څښلو د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او د خوړو د کموالي ترڅنګ روغتيايي اسانتیاوو ته هم د خلکو لاسرسی لږ دی.

له دې وړاندې یوناما په يوه بیان کې ویلي و چې غزني ښار ته د بشري مرستو رسېدو ته یې زمینه برابره کړې ده.

خو وايي د لارو بندښت او امنیتي ګواښونه بیا هم د بشري مرستو بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.

پر غزني ښار د طالبانو د حملو پرمهال سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتنه او د دولتي ودانیو ترڅنګ د خلکو تر ۱۰ پورې مارکېټونه، سلګونه دکانونه، سلګونه رېړۍ او غرفې د اور خوراک شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په سهار د يوه پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت د امنیت د ارزونې لپاره دغه ولایت ته لاړ او هلته یې د خلکو ستونزې واورېدې.

ښاغلي غني د دغه سفر پر مهال په غزني کې د دولتي ودانیو د جوړولو لپاره ۲۰ میلیونه ډالر هم ځانګړي کړل.

په ورته وخت کې د غزني ولایت مدني فعال عنایت ناصر وايي، د غزني ښار اوسېدونکي په رواني او فزیکي لحاظ له ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې جګړه کې خلک زیانمن شوي، تقریباً د غزني ټولنیز او اقتصادي ژوند په ټپه ولاړ دی او دولتي ادارې هم فلج دي او دوښمن لا هم د ښار په شاوخوا کې ځای په ځای دي او يو ځل بیا غواړي په غزني حمله وکړي."

ښاغلی ناصر وايي، د غزني خلک اوسمهال د پاکو اوبو،خوړو او د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي چې باید مرسته رسوونکي ادارې ورته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG