د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

نیويارک ټایمز : مخکینی اوربند څرګندوي افغانان څومره د جګړې پای ته رسېدو ته لېواله دي


  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان حکومت له خوا اعلان شوي اوربند ته کتلي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني د تمې خلاف څو ورځې وروسته له هغه له طالبانو سره اوربند اعلان کړ چې د دغې سخت دريځې ډلې غړیو پر غزني ښار په حمله کې تر دوه سوه کسانو پوري ووژل.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په دې هيله اعلان وکړ چې په دې صورت کې طالبانو ته د دوو مياشتو د اوربند وړانديز کوي چې هغوی ورته مثبت غبرګون وښيي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په دې هيله اعلان وکړ چې په دې صورت کې طالبانو ته د دوو مياشتو د اوربند وړانديز کوي چې هغوی ورته مثبت غبرګون وښيي
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په دې هيله اعلان وکړ چې په دې صورت کې طالبانو ته د دوو مياشتو د اوربند وړانديز کوي چې هغوی ورته مثبت غبرګون وښيي

طالبانو د ولسمشر وړانديز ته فوري عکس العمل نه دی ښودلی خو د بنديانو په اړه د طالبانو کميټې يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې ويلي چې د اختر په ورځو کې به سلګونو بنديان راخوشي کړي.

مقاله اشاره کوي چې د غزني تر حملې مخکې داسي هيلې وې چې د جون مياشتې غوندي به د اوربند تکرار شي. هغه مهال طالب سخت دريځو د اختر په درو روځو کې اوربند اعلان کړ.

واشنګټن پُسټ: پر غزنی د پراخو حملو وروسته اټکل کېده چې ولسمشر غني به د اوربند پلان له پامه وغورځوي

خو تر پراخو حملو وروسته اټکل کېده چې ولسمشر غني به د اوربند پلان له پامه وغورځوي. خو ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې مذاکراتو ته چمتو شي.

امریکايي چارواکو هغه مهال په دې اړه په چټکۍ څه ونه ويل خو د واشنګټن پُسټ مقاله يادونه کوي چې هغوی ولسمشر هڅولی وو چې یو ځل بیا اوربند اعلان کړي.

  • نیويارک ټایمز

نیويارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغان حکومت له خوا له طالبانو سره د اوربند اعلان ته کتلي دي.

په مقاله کې راغلي، وروسته له هغه چې ولسمشر غني له طالبانو سره یو اړخيز اوربند اعلان کړ، د يکشنبې په ورځ وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو د ولسمشر د دغه اقدام هرکلی وکړ او په اعلاميه خپرولو سره يې وويل چې مخکینی اوربند څرګندوي افغانان څومره د جګړې پای ته رسېدو ته لېواله دي او هيله يې څرګنده کړه چې دا ځل اوربند به افغانستان د تل پاته امنيت پر لور وخوځوي.

مقاله یادونه کوي، کله چې د اګست په لسمه نېټه طالبانو پر غزني حملې پيل کړې، له افغان ځواکونو يې وغوښتل چې که تسليم شي، خوندي به پاته وي خو د دې اعلانونو په ځواب کې د هيڅ چا د تسليمېدو راپورونه نشته.

پر غزني د شپږ ورځنۍ حملې پر مهال طالبانو ملکيانو ته اعلان وکړ چې زیان به ورته نه رسوي خو په دوامداره توګه یې د عامو خلکو کورونه او دوکانونه ونیول او له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو حملې پیل کړې
پر غزني د شپږ ورځنۍ حملې پر مهال طالبانو ملکيانو ته اعلان وکړ چې زیان به ورته نه رسوي خو په دوامداره توګه یې د عامو خلکو کورونه او دوکانونه ونیول او له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو حملې پیل کړې

مقاله دا هم يادوي چې که څه هم طالبانو په عمل کې پر غزني درنې حملې پیل کړي وې خو خلکو ته یې په خوله بل څه ويل.

طالبان: موږ دغو ښايسته ودانیو ته اړتیا نه لرو، موږ په صحرا کې محکمه جوړوو

پر غزني د شپږ ورځنۍ حملې پر مهال طالبانو ملکيانو ته اعلان وکړ چې زیان به ورته نه رسوي خو په دوامداره توګه یې د عامو خلکو کورونه او دوکانونه ونیول او له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو حملې پیل کړې چې په نتيجه کې يې ۱۵۵ امنيتي ځواکونه ووژل.

مقالې د یوه طالب سخت دريځي له قوله ليکلي چې خلکو ته یې ويل دوی ځکه په ښار کې ودانۍ سوځي چې ودانۍ د شتمنۍ نخښه دي. مقالې د دغه طالب له قوله لیکلي چې ويل يې: موږ دغو ښايسته ودانیو ته اړتیا نه لرو، موږ په صحرا کې محکمه جوړوو.

XS
SM
MD
LG