د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۲

په غزني کې د سرې میاشتې د مرستو د وېش لړۍ دوام لري


په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د وروستۍ جګړې په دوه زره هغه کورنیو د مرستو د وېش لړۍ دوام لري چې کورونه یې نړېدلي او یا یې هم د کور غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست ته د اختر په لومړۍ ورځ هم د ځینو مرستو د ترلاسه کولو په موخه ډېری سړي، ښځې او ماشومان راغونډ شوي دي.

دوی له هغه کورنیو سره تړاو لري چې په دغه ځای کې په وروستۍ جګړه کې یې د کور غړي وژل شوي، ټپیان شوي او یا یې هم کورونه نړېدلي دي، ازادي راډیو ته یې وویل چې یووازې په دې خبر دي چې نن اختر دی نور نو خپلو مجبورتونو پر مخه کړي دي.

د افغاني سرې میاشې ټولنه په غزني کې له تېرو څلورو ورځو څخه د جګړه ځپلو کورونیو سره د مرستې په وېشلو بوخت ده.

غزني ښار تر جګړې وروسته
غزني ښار تر جګړې وروسته

د یادې ټولنې رئيس عبدالعلیم نوري ازادي راډیو ته وویل چې د وروستۍ جګړې له دوه زره متاثره شویو کورنیو سره د شپږ قلمه خوراکي توکو مرسته کوي، اختر، کورنۍ او خپلو ماشومانو ته یې شاه کړې ده.

که په غزني کې د افغاني سرې میاشتې د مرستې د وېش لپاره د غزني ترڅنګ له کابل، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو څخه هم د دغه ټولنې کارمندان د مرستې د ویشلو په موخه راغلي نو وايي، تر دې چې اختر په کور تیر کړي، خوشحاله دي چې د خپلو هېوادوالو په خدمت بوخت دي.

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې دغه خوراکي مرستې له هغه وروسته پر جګړه ځپلو او زیانمنو کورنیو ویشل کېږي چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څلورو لورو څخه برید وکړ چې په خپله طالبانو، امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو ته په کې د سختې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ډېری کورنۍ د کورونو د نړېدو له امله بې ځایه شوې.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG