په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید په درېیمه ورځ هم افغان چارواکي د دې برید د څرنګوالي په اړه په څېړنو بوخت وو.
د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» هم خبریالانو ته اجازه نهورکول کېده چې د هوټل دننه رامنځته شوې ویجاړۍ له نږدې وګوري.
روېټرز خبري اژانس وايي، په هوټل کې دننه د امنیتي چارواکو غونډه روانه وه.
اخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د پېښې په اړه د څېړونکې ډلې لهخوا ابتدايي راپور وړاندې شو.
د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
- ازادي راډیو د ولسمشر له سرپرست ویاند شاهحسین مرتضوي څخه وپوښتل چې د دې ابتدايي راپور جزئیات څه وو؟
نوموړي وویل:
"فعلاً د څېړنو دا راپورونه په ابتدايي مرحلو کې دي چې د مرګ ژوبلې شمېره ده. دا چې دا یوه پېچلې حمله وه، هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري. د برید د څرنګوالي جزئیات به په وروسته مرحلو کې له تاسو شریک شي."
په عین حال کې د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې د ځینو عیني شاهدانو له خولې ویلي چې تر برید مخکې د دې هوټل په امنیت کې څرګندې خلاوې موجودې وې.
دې خبري اژانس ته د ټیلیکام شرکت یو چارواکي عزیر طیب چې تر برید مخکې هوټل ته ورغلی او د برید پر مهالیې د یوې ستنې تر شا پناه اخیستې وه ویلي:
"په هغه ورځ موږ ته وویل شول چې د تالاشۍ د بکسونو د اسکن ماشین کار نهکوي."
نوموړي ویلي، هوټل ته تر ننوتلو دمخهیې د اسکن په خونه کې کوم وسلهوال ګارډ هم ونهلیده او زیاته کړې یې ده چې د ده بکسونه تالاشي نهشول.
د فرانسې خبري اژانس په کابل کې د خپل خبریال او موټر چلوونکي له خولې هم وايي چې د شنبې په سهار دوی دې هوټل ته ورغلي وو او دوی هم هوټل ته د تلو په لار کې تالاشي سر سري بللې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله
فعلاً د څېړنو دا راپورونه په ابتدايي مرحلو کې دي.
د کابل-بلخ په نوم یو خصوصي امنیتي شرکت څو اوونۍ مخکې د دې هوټل د امنیت مسؤلیت پر غاړه اخیستی وو.
روېټرز خبري اژانس د دې شرکت د مشر سید رحیمي د یوې اعلامیې په حواله ویلي:
"دا به ډېر وختي وي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه نتیجې ته ورسېږو."
نوموړي د روېټرز خبري اژانس ته ویلي:
"موږ د حکومت له څېړنو سره په بشپړه توګه مرسته کوو او تر دې زیات د ویلو څه نهلرم."
د حکومت یو لوړپوړي چارواکي چې په دې اړه څېړنو کې برخه لري او د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د هوټل ساتونکو ډېر کم مقاومت کړی.
دې امنیتي چارواکي ویلي، د برید پر مهال ۱۵ تنه ګارډان نوکري وو، خو له دوی یو هم د بریدګرو په وړاندې نهدی درېدلی.
د دې افغان چارواکي په وینا، د هوټل ساتونکو یا ننداره کوله او یا یې ځانونه پټ کړي وو.
راپورونه وايي چې پنځه بریدګر چې د ملي اردو یونیفورمیې په تن وو، د هوټل د تالاشیو له دوو پوستو تېر شوي.
ولسمشر غني ته د انټرکانټیننټل هوټل د برید په اړه راپور وړاندې شو
دوی په هغه برید کې چې د شنبې د ماښام څخهیې د یکشنبې د ورځې تر ماسپښین پورې دوام وکړ د ۱۴ بهرنیانو په شمول لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او تر ۱۰ زیات نور یې ټپیان کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» وویل چې په مړو او ژوبلو کې امریکايي اتباع هم شامل دي، خو د شمېر په اړهیې جزئیات نهدي ورکړي.
د برید په نورو بهرنیو قربانیانو کې د اوکراین، وینزویلا، جرمني او قرغزستان وګړي شامل وو چې ګڼیې د کام ایر د هوايي شرکت کارکوونکي وو.