يوشمېر کونړۍ مېرمنې وايي، کومو خویندو چې له خپلو وروڼو او د پلار له کورنۍ یاد حق غوښتی دی، د میراث نه ورکولو ترڅنګ يي ورسره مړی-ژوندی هم پرېښی.
"زما د پلار یو کور زموږ خوا سره دی او بل يي جدا دی، ما ورته وویل، دې کور کې ماته لږ ځای راکړئ چې زه پهکې یوه کوټه جوړه کړم او ستاسو په خواکې خپلو بچو سره پهکې ژوند وکړم، نه يي راکوي او راته وایي موږ داسې نهشو کولی."
زما پهڅېر ډېرې ښځې شته چې له وروڼو میراث وغواړې، مړي ژوندي او هیڅ شي ته یې نه راغواړيزينب، د کونړ اوسېدونکې
دا پنځه څلویشت کلنه زینب ده، چا چې په تېرو جنګونو کې د ژوند ملګری بایللی او د خپلو شپږو یتیمو بچو سره د بل په کور کې اوسیږي.
زینب ازادي راډیو ته وویل، د اقتصادي ستونزو او خپلو بچو ته د نفقې پیدا کولو په خاطر يي له وروڼو د میراث غوښتنه وکړه، خو هغوی ورته د یاد حق له ورکولو د انکار ترڅنګ په خپل کور هم بنده کړه.
زينب وايي: "ماسره داسې کومه همکارې نهکوي چې زما یا زما د بچو د نفقې او یا د جامې غم وخوري، زما پهڅېر ډېرې ښځې شته چې له وروڼو میراث وغواړې، مړي ژوندي او هیڅ شي ته یې نه راغواړي او د خپلوۍ ټولې اړيکې ورسره پرې کوې."
د زینب پهڅېر نورې زیاتې مېرمنې شته چې د ورڼو او پلرنۍ څخه د میراث غوښتلو له امله له ورسره د خپلوۍ رشتې پرې شوي او له ډولډول ستونزو سره مخامخ دي.
مېرمن امینه د همداسې یوې قربانې شوې ښځې کيسه کوي او وايي: "زموږ ګاونډۍ له خپلو وروڼو میراث وغوښتلو، کله يې چې د هغې ښځې مور مړه شوه، نو لور يې په دېوال ښکاره شوه چې خپله مور ووینم، خو وروڼو يې ورپسې ټوپکې راواخيستلې او له دېوال يي ښکته وغورځوله. ورته يې وویل، ته نهشې کولی چې د مور دیدن وکړې، ځکه تا له موږ حق اخيستی دی او تاسره زموږ مړی او ژوندی ختم شوی دی."
د کونړ یوې بلې اوسېدونکې مېرمن کلثوم ازادي راډیو ته وویل، ډېرې ښځې پېژني چې له وروڼو يې میراث غوښتی اوس يې ورسره د پلار کورنۍ دښمنۍ پیل کړې.
ورته وايي، کومې ښځې له خپل پلار او ورور څخه حق غوښتی دی چې ته یې غواړې؟کونړ کې يوه مېرمن
کلثوم وايي: "که چېرته یوه ښځه له خپل پلار او یا ورور څخه میراث، مهر یا بل حق وغواړي، اول خو ورته حق نه ورکوي او ورته وايي، کومې ښځې له خپل پلار او ورور څخه حق غوښتی دی چې ته یې غواړې؟ که حق ترې واخلې بیا ورته وايي، چې ته موږ عاق کړې يې او نوره زموږ په کور بنده یې."
دوی له حکومت او دیني عالمانو غواړي، چې خلکو ته د ښځو د حقوقو او په ځانګړي ډول د میراث حق په اړه عامه پوهاوی ورکړي او کورنۍ دې ته چمتو کړي، چې خویندو ته خپل حق ورکړي.
په کونړ کې دیني عالمان هم وايي، میراث او مهر د ښځو شرعي حق دی او هرې کورنۍ ته پکار دي چې دغه حق ادا کړي.
د دوی په خبره، د میراث له ورکړې هغه کسان انکار کوي چې ديني پوهه يې کمه وي.
د دوی له ډلې مولوي صلاحالدین ازادي راډیو ته وویل: "که سړی په دین باندې خبر وي او دا خپل مسوولیت وګڼي چې د الله په نزد يې غاړه خلاصه شي، نو دا هیڅکله له میراث ورکولو انکار نهکوي او دا نه خوښوي چې خور سره د میراث په غوښتلو مړی-ژوندی او راشهدرشه ختمه کړي."
په کونړ کې د سرپرست حکومت اړوندو چارواکو د میراث په ورکړه کې د ښځو د شته ستونزو او غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
خو واک ته د طالبانو د بياځلي رسېدو په لومړي کال (په ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ په ۱۲مه نېټه) د دغه ډلې مشر شیخ هبتالله اخندزاده یو فرمان صادر کړی و چې، پهکې د میراث په ګډون د ښځو ګڼو حقوقو د ورکړې یادونه شوې وه او خپلو اړوندو مسوولینو ته يي امر کړی و چې په یاد فرمان کې ټول نقاط په پام کې ونیسې او په پلي کولو کې يي جدي اقدامات وکړي.
خو لاهم دغه فرمان په پوره ډول نهدی عملي شوی او د پخوا پهڅېر په هره سيمه کې خلک خپل دودونه پالي.