د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ولې ډېر شمېر نارینه خپلو خویندو ته د میراث حق نه‌ورکوي؟


ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر افغان مېرمنې
ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر افغان مېرمنې

'نیمه نړۍ' د افغانو ښځو د پرمختګونو او ستونزو هنداره، د 'نیمې نړۍ' د دې اوونۍ د خپرونې موضوع د ښځو د ميراث حق دی.

میراث هغه حق دی چې د اسلام او د افغانستان د مدني قوانینو له مخې یې د ځانګړي قرابت کسان یو له بل نه وړي یا مستحق کېږي، په دې خپرونه کې په هغه میراث یا شتمني خبرې شوي چې د پلار یا نیکه نه اولادونو او لمسیانو ته ورپاتې وي، په دې شتمنۍ کې ټول د شرایطو سره سم نارینه او ښځینه لمسیان شرعي او قانوني حق لري، خو ولې ډېر شمېر نارینه خپلو خویندو ته د میراث حق نه‌ورکوي؟

له ښځو څخه د میراث حق اخیستل او ښځې د میراث نه‌محرومول شرعي او قانوني مسؤلیت لري؟

ښځې د میراث او د نورو حقونو نه محرومول په ټولنه څه اغېزې لري او د مخنیوي لارې چارې یې کومې دي؟

دغې خپرونه کې دغو پوښتنو ته د ځوابونو پیدا کولو هڅه شوې، تاسو کولای شئ چې دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره همدلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG