د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د کاناډا استازی: که طالبان خپلې تګ‌لارې بدلې نه‌کړي؛ د عدالت نړيواله محکمه کې به پرې دعوه وکړو


په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت
په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت

د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي د طالبانو د حکومت پر وړاندې د احتمالي قانوني اقدام په اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان په چارو کې د کاناډا ځانګړي استازي ویلي، که طالبان د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو په اړه په خپلو پالیسو کې بدلون را نه‌ولي، دوی به یې پر وړاندې له نورو هېوادونو سره په ګډه د عدالت نړیوالې محکمې کې دعوه وکړي.

"د نړیوالو فشارونه به په هغه صورت کې ګټور تمام شي چې دوی ټول په ګډه اقدام وکړي
شبانه پوپلزۍ

ډیویډ سپرول د ګلوب انډ مېل په نوم له یوې کاناډایي رسنۍ سره مرکه کې چې د دوشنبې (د نوامبر په ۴مه) خپره شوې، دا خبره کړې خو زیاته کړې يې ده، چې د دوی دې اقدام ته لا هم څو پړاوه پاتې دي.

نوموړي ویلي، که څه هم دوی د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ته د کاناډا، هالند، اسټرالیا او جرمني د شکایت په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته احوال ورکړی، خو په خبره یې د یوې میاشتې په تېرېدو لا هم د طالبانو له لوري د ډیپلوماتیکو لارو د خبرو اترو لپاره کوم ځواب نه‌دی ترلاسه شوی.

کاناډا، هالند، اسټرالیا او جرمني په تېره سپټمبر میاشت کې د افغات ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د "توپیري چلند" او بندیزونو په اړه د حساب ورکونې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د شکایت وړاندې کولو خبره کړې وه، چې وروسته له شلو زیاتو نورو هېوادونو یې هم ملاتړ وکړ.

د ګلوپ انډ مېل په ټکو، دغو څلور هېوادونو طالبانو ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د پالیسو د بدلون لپاره شپږ میاشتې ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

ښاغلي سپرول زیاته کړې، طالبان سره له‌دې چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په لټه کې دي او د نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو لپاره د ملګروملتونو په سازمان کې د دايمي استازي د څوکۍ غوښتونکي دي، خو په خبره یې دوی د خپلې واکمنۍ له لومړۍ دورې تر اوسه هيڅ بدلون نه‌دی کړی.

"یوازې خبرداری او نړیوالې محکمې ته مراجعه کول به هم کفایت وکړي او که نه؟ ځکه طالبان د خبرو په ژبه نه بلکې د زور، فشار او قدرت په ژبه پوهېږي
نسرين حميدي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو وړاندې طالب چارواکو ادعا کړې چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې يې د ښځو او ټولو وګړو حقونه خوندي کړي.

په هېواد دننه او بهر یوشمېر افغان مېرمنې او د دوی د حقونو فعالانې د نړیوالو دا شان فشارونو مثبت بولي او ټینګار کوي، دا هېوادونه دې تر هغه نه په شا کېږي چې، په خبره یې د دوی حقونه یې نه‌وي تامین کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې شبانې پوپلزۍ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوالو فشارونه به په هغه صورت کې ګټور تمام شي چې دوی ټول په ګډه اقدام وکړي، خو دوی (طالبانو) دلته اوس زموږ ټولې هڅې او هیلې له‌منځه وړي، زموږ فعالیتونه یې بند کړل او بیخي سختې ناهیلۍ سره یې مخامخ کړې یو."

په جرمني کې مېشته د ښځو د حقونو فعاله نسرین حمیدي بیا وایي: "یوازې خبرداری او نړیوالې محکمې ته مراجعه کول به هم کفایت وکړي او که نه؟ ځکه طالبان د خبرو په ژبه نه بلکې د زور، فشار او قدرت په ژبه پوهېږي، افغانستان نور باید د دوی په لاس کې یرغمل پاتې نه‌شي اوس یې وخت دی چې د افغانانو لپاره د عدالت، ازادیو او کرامت لپاره عملي ګامونه پورته شي."

طالبانو پر افغان نجونو او ښځو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو پر افغان نجونو او ښځو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي.

که څه هم د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي له طالبانو سره د ښځو او نجونو په اړه د پالیسو د بدلون لپاره خبرې اترې سختې بللي، خو هیله یې ښودلې چې طالبان ورسره له ډیپلوماتیکې لارې په‌‌دې برخه کې نرمښت راولي.

نوموړي ټینګار کړی چې دوی به په هيڅ صورت بشري او د افغان ښځو او نجونو حقونه قرباني نه‌کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي چې، له‌دې امله د نړیوالو له لوري له ښځو سره په جنسیتي تبعیض او بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دي.

خو طالبانو په‌دې برخه کې نه یوازې دا چې نرمښت نه‌دی ښودلی، بلکې د امر بالمعروف په نوم د نوي قانون تر څنګ چې ان د ښځو غږ یې په‌کې عورت بللی، ورځ بلې ته د دې محدودیتونو پر بشپړ عملي کولو ټینګار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG