د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه له کور څخه د تېښتې په تور ۳۹ درې وهلې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې د هڅې په تور، په ۳۹ درو د یوې ښځې د وهلو خبر ورکړ.

دغې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې سزا پرون د کوزکونړ لپاره د طالبانو د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې تطبیق شوه.

سترې محکمې پرون هم په ننګرهار کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې تېره پنجشنبه خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق کړي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړه او لوبلړۍ یې وګټله

Image Courtesy/Afghanistan Cricket Board
Image Courtesy/Afghanistan Cricket Board

په دې سره افغان لوبډله د زمبابوې په وړاندې د دریو شل اووریزو لوبو جام خپل کړ. افغان لوبډلې ته زمبابوې د ۱۲۸ منډو هدف ټاکلی وو.

د افغانستان لوبغاړي وتوانېدل په وروستي اوور کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسیږي.
د افغانستان لپاره په باولنګ کې لوبډلمشر راشدخان څلور، نوین الحق، مجیب الرحمن او عظمت الله دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په توپ وهنه کې که څه هم د سر څو لوبغاړي ښه ونه لوبېدل خو عظمت الله عمرزي ۳۴،ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي چې تر پایه ودرېد ۲۴ منډې یې وکړې او هدف ته یې ځان ورساوه.
افغانستان او زمبابوې تر دې وروسته دری یو ورځنۍ لوبې هم لري چې لومړۍ یې د ډسمبر په ۱۷ یعنې را روانه سه شنبه ترسره کېږي.

تر هغه وروسته به دوه ټېسټ لوبې هم وشي چې لومړۍ یې د ډسمبر په ۲۶مه پیلیږي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ شل اووریزه لوبه له ځنډ وروسته بیا پیل شوه

درویش رسولي د زیمبابوې پر وړاندې په دوهمه شل اووریزه لوبه کې
درویش رسولي د زیمبابوې پر وړاندې په دوهمه شل اووریزه لوبه کې

د افغانستان او د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اووره مسابقه، چې برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږي، د باران له کبله وځنډېده، خو بیا پیل شوه.

د لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د باولینګ کولو پرېکړه یې وکړه. زیمبابوې په لومړیو درېیو توپونو ۶ منډې وکړې. تر اوسه دواړه ټیمونه مساوي دي او نننۍ لوبه که هر ټیم وګټله د شلو اوورونو د دې لړۍ ګټونکی کېږي.

کوربه زیمبابوې د لوبو په دې لړۍ کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ او دوې ټسټ لوبې هم په پام کې لري. لومړۍ پنځوس اووره مسابقه به د سې شنبې په ورځ دویمه د پنج شنبې په ورځ او درېیمه به د راروانې شنبې په ورځ وشي.

د دواړو هېوادونو لومړۍ ټیسټ لوبه به د مرغومي یا جدي پر شپږمه او دویمه هغه د مرغومي پر ۱۳مه وشي.

په ننګرهار کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبلې اړولې

تصویر له آرشیف څخه
تصویر له آرشیف څخه

د افغانستان کورنیو رسنیو نن شنبه راپور ورکړی، چې په ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوه کرولا ډوله او ټوډي موټر د ټکر په نتیجه کې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت خراب ښوول شوی دی.

د دې ټرافیکي پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اصولو نه رعایت او د موټر چلوونکو بې‌باکي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکو پېښو اصلي علتونه ګڼل کېږي.

د هېواد په ډېرو سیمو کې د بادونو او دوړو اټکل کېږي

په زابل ولایت کې د دوړو توپان عکس له آرشیف څخه
په زابل ولایت کې د دوړو توپان عکس له آرشیف څخه

د هېواد د هواپېژندنې ریاست نن (د لیندۍ ۲۴مه) د سالنګونو په ګډون د افغانستان په شمال ختیځو، شمال لوېدیځو، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خارو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست تېره شپه په یوه خبرداري کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.

د روان کال په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د ننګرهار په ګډون د افغانستان څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې ۵۲ تنه یې مړه کړي وو. افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د لسو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.

نن د افغانستان او زیمبابوې دریمه شل اووریزه سیالي ده

درویش رسولي د زیمبابوې پر وړاندې په دوهمه شل اووریزه لوبه کې ۵۸ منډې جوړې کړې.
درویش رسولي د زیمبابوې پر وړاندې په دوهمه شل اووریزه لوبه کې ۵۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن د شل اوریزو سیالیو دریمه لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیلیږي. پرونۍ لوبه افغانستان د درویش رسولی د اته پنځوس منډو په مټ له زیمبابوې څخه وګټله او په دې توګه تردې دمه دا لوبلړۍ مساوي ده، خو نننۍ لوبه به د دې لړۍ بریالۍ لوبډله مالومه کړي.

کوربه زیمبابوې د لوبو په دې لړۍ کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ او دوه ټسټ لوبې هم په پام کې لري.

له ایران او پاکستانه له سلو زیاتې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي

تصویر له آرشیف څخه
تصویر له آرشیف څخه

له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۰۲ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړ، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې۲۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»

په دغه خبر کې نه دي ویل شوي، چې دا کورنۍ په خپله خوښه، که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی.

د افغانستان او زیمبابوې شل اووره لوبې مساوي شوې

د کرکټ افغان لوبډله
د کرکټ افغان لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درویش رسولی د اته پنځوس منډو په مټ له زیمبابوې سره د دریو شل اووریزو لوبو لړۍ تردې دمه مساوي کړه.

افغان لوبډلې لومړی بېټینګ غوره کړ او په شلو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان، سیالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. خو د زیمبابوې ملي لوبډلې په اتلسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۳ منډې یې کړې وې.

په افغان بالرانو کې نوین الحق او راشد خان درې- درې او مجیب الرحمان دوه ویکتې واخیستې.

د افغانستان او زیمبابوې دریمه او وروستۍ شل اووریزه لوبه به نن د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو وي. کوربه زیمبابوې په دې لړۍ کې له افغانستان سره درې یوورځنۍ او دوه ټسټ لوبې هم په پام کې لري.

پاکستان کې د ۱۲۰۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړل شو

ارشیف
ارشیف

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي چې په تېره نوامبر میاشت کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

UNHCR په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې دا په سږني کال کې د افغان کډوالو د نیونو تر ټولو لوړه شمېره ده. د راپور له مخې پاکستاني امنیتي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال له پیله له ۸۵۰۰ ډېر افغانان نیولي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستاني چارواکو ناڅاپه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ، له دېرش زرو زیات افغانان په زندانونو کې اچولي وو، چې د UNHCR په وینا نژدې ۲۶۳۰۰ یې غیرقانوني او له ۴۳۰۰ ډېر نور هغه افغان کډوال وو، چې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې درلودل.

حال‌وش: مشهد کې دوه افغانان اعدام کړای شوي

ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو ایرانۍ ټولنې حال‌وش د مشهد ښار په وکیل آباد زندان کې د دوو افغان وګړو اعدام خبر ورکړی.

د بشري حقونو دې ډلې پرون پر خپله ویبپاڼه په یوه خبرپاڼه وویل چې دا کسان د مخدرو موادو د اړوندو جرمونو په تړاو په اعدام محکوم شوي وو. په خبرپاڼه کې د دې کسانو نومونه د فراه ولایت اوسېدونکي محمدشاه اڅکزی او رحیم اڅکزی ښودل شوي چې یو ۲۲ کلن او بل یې ۲۴ کلن و.

د خبرپاڼې له مخې محمدشاه او رحیم په ۱۴۰۱ کال کې په مشهد کې نیول شوي وو، او د دې ښار د انقلاب د محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي وو.

حال‌وش نژدې لس ورځې مخکې هم خبر ورکړی و، چې د ایران په یزد ښار کې پر دریو افغان وګړو د اعدام حکم تطبیق شو. دا کسان هم د مخدرو موادو د اړوندو جرمونو په یوه قضیه کې په اعدام محکوم شوي وو.

هسپانیا: د کنفرانس ګډونوالو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لیرې کېدو غوښتنه وکړه

ارشیف
ارشیف

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغانستان لپاره د هغوی د تېرو درې نیمو کلونو هڅې موثرې نه وې او وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

هغې دا خبره د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې یوه کنفرانس ته وکړې.

اغلې امیري د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه کړې چې باید د یو بل ملاتړ وکړي.

د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې د کنفرانس اکثرو ویناوالو پر ښځو د طالبانو د محدودوونکو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

دغه کنفرانس چې «موږ واورئ» په نوم جوړ شوی ګڼو افغان فعالانو او د لویدیځو هېوادونو چارواکو او فعالانو پکې برخه اخیستې.

غونډې ته د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباریس وویل:

«د افغان ښځو د حقونو محدودوونکي فرمانونه نه یوازې پر افغان ښځو او نجونو، بلکې پر اکثرو اساسي او بشري حقونو برید دی او لغوه کېدل یې غواړو.»

کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان لپاره د کاناډا خاص استازي ډېوېډ اسپرول وویل د طالبانو مشرتابه ته د افغانانو په تېره بیا افغان ښځو هوساینه اهمیت نه لري، بلکې خپلې شخصې ګټې ورته مهمې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG