د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

هيلت‌کلستر: افغانستان کې نږدې ۱۸ميليونه وګړي بشري-روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري


افغانستان کې د يو روغتيايي مرکز انځور
افغانستان کې د يو روغتيايي مرکز انځور

د روغتیا نړیوال سازمان همکارې ادارې (هیلت کلستر) وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۸میلیونه وګړي بشري-روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي، په‌دې ولسوالۍ کې د ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي له امله یې د کورنۍ یوه غړې مړه شوې.

هغه چې نه‌‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د کورنۍ یو نږدې غړې د زېږون پرمهال مړه شو، ځکه چې په‌دې ولسوالۍ کې ښځینه ډاکټرانې نه‌شته، که وي هم مسلکي نه‌دي، نوزاد یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د روغتیا په برخه کې یې ډېره پاملرنه نه‌کېږي. یا درمل نه‌شته یا هم مسلکي ډاکتران نه‌شته. دا زموږ ستونزې دي چې باید ورته پام وشي."

د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالظاهر وايي، په خپلو سيمو کې د ستونزو او روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله دوى اړ دي، خپل ناروغان نورو ولايتونو په ځانګړي ډول لغمان او ننګرهار ته یوسي.

هغه وايي: "دلته د روغتیا په برخه کې ډېرې ستونزې دي. روغتیايي خدمات نه‌شته، درمل نه‌شته او داسې یو فعال کلینیک چې ۲۴ساعته ډاکتران ولري، نه‌لرو. اړ یو چې د یو زېږون لپاره ناروغ تر ننګرهاره یوسو چې زېږون یا په لاره کې کېږي او یا هم ناروغ مړ کېږي."

په راپور کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د شدید نس‌ناستي، شري، د کانګو تبې، د ډینګي تبې، کوویډ-۱۹، تورې ټوخلې او ملاریا په شمول د ناروغیو د خپرېدو خطر شتون لري.
په راپور کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د شدید نس‌ناستي، شري، د کانګو تبې، د ډینګي تبې، کوویډ-۱۹، تورې ټوخلې او ملاریا په شمول د ناروغیو د خپرېدو خطر شتون لري.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې، د روغتیا د نړیوال سازمان همکارې ادارې (هیلت کلستر) په‌دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې ۱۷عشاریه ۹۰ نوي میلیونه وګړي بشري-روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

په دغه راپور کې چې د هیلت کلستر له‌خوا پرون جمعه په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو په اړه خپور شو راغلي چې، دا هېواد په ځانګړې توګه په کلیو کې د یو نازک روغتیا پاملرنې سیسټم او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د غیر مساوي لاس‌رسي په ګډون، د پام وړ روغتیايي ننګونو سره مخامخ دی.

"دلته د روغتیا په برخه کې ډېرې ستونزې دي. روغتیايي خدمات نه‌شته، درمل نه‌شته او داسې یو فعال کلینیک چې ۲۴ساعته ډاکتران ولري، نه‌لرو.
د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی

د روغتیايي اړتیاو د شدت د عمومي درجې پر بنسټ، اووه ولایتونه (فراه، هلمند، جوزجان، نورستان، پکتیکا، پکتیا او زابل) له بحراني/ ډېر شدید اړتیاو سره او پاتې ۲۷ ولایتونه له شدیدو اړتیاو سره مخامخ دي.

د دې ادارې په ټکو، د يادو ټولو ستونزو لامل ترانسپورتي ستونزې، د روغتيايي کارکوونکو کموالى او باکيفيته روغتيايي خدمتونو ته د خلکو محدود لاس‌‌رسى دى.

د بشردوستانه اړتیاو او ځواب ورکونې پلان (HNRP) کې راغلي، تمه کېږي سږکال له ۱۷،۹ ميلیون څخه ډېر خلک بشري روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري، چې ۱۲،۸ میلیونه به یې تر پوښښ لاندې راولي.

د دغه پلان د معلوماتو له‌مخې، د ۱۷.۹ میلیونو کسانو له ډلې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۵۲سلنه یې ماشومان، ۴۶سلنه یې لویان او ۲سلنه یې لوړ عمر لرونکي خلک دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همکارې ادارې يا (هیلت کلستر) وايي، دغه هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د راتلو له امله روغتیایي زیانمنتیا ممکن د روان کال تر پایه زیاته شي.

د دغو ادارو په ټکو د ساري ناروغیو خپرېدل، د مور او ماشوم روغتیا پورې اړوند مسایل، خوارځواکي او غیر ساري ناروغيو د مړینې او ناروغیو په کچه کې مهم رول لوبوي.

په راپور کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د شدید نس‌ناستي، شري، د کانګو تبې، د ډینګي تبې، کوویډ-۱۹، تورې ټوخلې او ملاریا په شمول د ناروغیو د خپرېدو خطر شتون لري.

هڅه مو وکړه چې د دې اندېښنو په اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نظر هم واخلو، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې، په افغانستان کې د روغتیا برخه هغومره نازکه نه‌‌ده څومره چې د نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې ښودل کېږي.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې راپورته کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د لرو پرتو سیمو د خلکو په خبره د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د روغتیايي مرکزونو او مسلکي ډاکټرانو کمښت هم دوی له جدي ننګونو سره مخامخ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG