د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

په هلمند کې د پوليو یوه نوې چاپېریالي مثبته پېښه ثبت شوې


د واکسين له بهيره يو انځور
د واکسين له بهيره يو انځور

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو واکسین د کمپاین له پيل سره هممهاله چې په ۱۶ ولایتونو کې پیل شوی، په هلمند ولایت کې د پوليو یوه تازه چاپېریالي مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د ماشومان د ګوزڼ يا پولیو ویروس د یوې تازه چاپيریالي مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړى دی.

په دغه راپور کې چې د اکټوبر په ۲۸مه نېټه خپور شوی، راغلي چې په افغانستان کې سږ کال په ټوله کې د پولیو ۸۵ مثبتې چاپېریالي پېښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو واکسین درېیم پړاو کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل شوی چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په خبره، ۶.۲ میلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.

خو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ځینې اوسېدونکي انتقاد کوي چې د پولیو واکسین دغه کمپاین داځل یوازې تر جوماتونو محدود شوی دی.

ځینې کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي، د دې واکسین د نه تطبیق له امله پښېمانه دي او وايي چې په هغه وخت کې دوی ته کافي پوهاوی نه و ورکړل شوی.

د هلمند او کندهار اوسېدونکي ګل‌احمد او امیرجان د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

ارشیف: په هلمند کې د پولیو ضد واکسین کمپاین یو انځور
ارشیف: په هلمند کې د پولیو ضد واکسین کمپاین یو انځور

ګل‌احمد وویل: "څلور کاله وړاندې مې ماشوم وزېږېد، هغه وخت ډاکترانو معاینه وکړه چې کومه ستونزه نه‌لري، خو له څلورو کلونو وروسته ورو ورو فلج شو، ډېر پښېمانه یم چې ولې مې واکسین نه و کړی."

امیرجان وايي: "زما لور یو کال کېږي چې په پولیو اخته شوې، هغه وخت موږ ته لازم پوهاوی نه و راکړل شوی، ډېرو خلکو ویل چې د پولیو واکسین خطر لري، له همدې امله موږ ډډه وکړه او ډېر پښېمانه یم چې ولې مې په خپل وخت د پولیو واکسین نه و کړی."

ډاکتران سپارښتنه کوي چې ماشومان باید له زېږون څخه تر پنځه کلنۍ پورې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

ارشیف: په پلازمېنه کابل کې یوه واکسین ته د پولیو ضد واکسین تطبیقېږي.
ارشیف: په پلازمېنه کابل کې یوه واکسین ته د پولیو ضد واکسین تطبیقېږي.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر فرید شاه رفیعي ازادي رادیو سره خبرو کې وویل چې د مثبتو چاپېریالي بېلګو موخه د دې ناروغۍ د مشکوکو پېښو پېژندل دي.

رفیعي وايي: "په ټولنه کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي یوازېنۍ لار یوازې د پولیو واکسین دی، په ځانګړي ډول په هغو ځایونو کې چې د ژوند کچه ټیټه وي، خلک یې مناسب اقتصاد ونه لري او د حفظ‌ الصحې اصول په ښه ډول نه مراعات کېږي. دلته د دې ناروغۍ د وقایې لپاره له واکسین پرته بله لار نه‌شته. که واکسین تطبیق نه شي، د دې ناروغۍ د خپرېدو لپاره زمینه برابرېږي او امکان لري چې دا ناروغي په سیمه او نړۍ کې وده وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت د ماشومانو د ګوزڼ درې مثبتې پېښې په کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت کړې چې دوه پېښې یې د کندهار د میوند او غورک ولسوالیو کې او یوه پېښه هم د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG