د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

افغانستان کې د سینې سرطان زیاتوالی؛ افغانان د ځانګړو مرکزونو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: په دې تصویر کې د سرطان ناروغۍ نښې نښانې لیدل کېږي.
ارشیف: په دې تصویر کې د سرطان ناروغۍ نښې نښانې لیدل کېږي.

د کابل په جمهوريت روغتون کې د ملي انکولوژي څانګې مسوولان که څه هم مشخصې شمېرې نه ورکوي، خو سږ کال په افغانستان کې د تي یا سینې سرطان د زیاتوالي خبر ورکوي.

په کابل کې د جمهوريت روغتون د انکولوژي څانګې ته لسګونه مېرمنې د تي یا سینې سرطان د درملنې لپاره ورځي.

دا ناروغانې وايي، هره يوه یې د عملیات لپاره په دغه روغتون کې بستري دي.

د دغو ناروغانو له ډلې سکينې او راضیې په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

سکینه وايي: "په سینه کې مې دانه لرم، ډاکتر ته ولاړم راته یې واکسین راکړل، هغه چې بشپړ شو کابل ته یې ولېږلم چې باید عملیات شم."

راضیه وايي: "سینه کې مې دانه ده، ۱۲ ځله مې واکسین وکړ، خو هیڅ ګټه یې ونه کړه، اوس وايي چې باید عملیات شئ."

دا ښځې په داسې حال کې د سینې سرطان په اړه خبرې کوي چې اکټوبر د ښځو لپاره د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوۍ میاشت نومول شوې ده.

په دې میاشت کې ډېری خلک او ګڼ شمېر نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې په یاده برخه کې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه کړي، خو په افغانستان کې ډېری ښځې هغه مهال چې ناروغي یې ډېر پرمختګ وکړي په دې اړه خبرېږي چې بیا درملنه کوم اغېز ورته نه‌لري.

د سینې سرطان د ناروغانو کورنۍ هم په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د ځانګړو مرکزونو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

د کابل یوه اوسېدونکي محمد ازادي راډیو ته وویل، مور یې چې د سینې سرطان له امله مړه شوې، تر ډېره وخته د دې ناروغۍ په اړه نا خبره وه.

هغه وايي: "مور مې د سینې سرطان درلود، موږ له اوله خبر نه وو، څو ځایونو ته مو د درملنې لپاره یووړه، د واکسین لپاره مو پاکستان ته یووړه، کله چې راغله، موږ ویل ښايي ښه شوې به وي، یو کال ښه وه، کار ته به هم تلله، خو بیا یې وویل غاړه مې خوږېږي، یو ناڅاپه په ځای شوه، بېرته مو پاکستان ته یووړه څو ورځې ژوندې وه بیا مړه شوه."

ارشیف: په هرات کې په سرطان ناروغۍ اخته کسان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په هرات کې په سرطان ناروغۍ اخته کسان تر درملنې لاندې دي.

د محمد په خبره، د هغه نیا، ترور او ماما هم د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکې بصيرې ازادي راډيو ته وويل، د هغې د ماما دوه لوڼې د سينې د سرطان له امله مړې شوې دي.

هغه زیاتوي: "د ماما یوه لور مې درې ورځې مخکې وفات شوه او بله یې دوه کاله مخکې، همدا ناروغي یې درلوده، هغه ماما لور مې چې دوه کاله مخکې وفات شوه، په افغانستان کې یې په یوه شخصي روغتون کې عملیات کړی و، ځکه دې ناروغۍ لپاره کوم ځانګړی روغتون نه‌شته، تی یې ورنه پرې کړې و، خو یواځې دوه کاله ژوندې پاتې شوه."

په همدې حال کې د کابل د جمهوریت روغتون د انکولوژي د ملي څانګې مسوولان که څه هم مشخصې شمېرې نه وړاندې کوي، خو په روان کال کې په افغانستان کې د سینې سرطان د زیاتوالي خبر ورکوي.

خلیلزی وايي: د سینې د سرطان ځینې لاملونه شته لکه د دوو کلونو لپاره ماشوم ته د شیدو نه ورکول، د امیندوارۍ د مخنیوي درملو کارول، ډېر وزن او د هورمونونو بدلونونه، دا ټول هغه عوامل دي چې مخنیوی یې کېدی شي.

د سرطان د مخنیوي د ملي پروګرام مرستیال ډاکتر خالد خلیلزي ازادي راډیو ته وویل: "د سینې سرطان یو له هغو عامو سرطانونو څخه دی چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مخ په ډېرېدو دی. د انکولوژۍ په ملي روغتون کې دې ناروغۍ د تېر کال په پرتله زیاتوالی موندلی، خو له نېکه مرغه چې دا سرطان که په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شي د درملنې او مخنیوي وړ دی. د سینې د سرطان ځینې لاملونه شته لکه د دوو کلونو لپاره ماشوم ته د شیدو نه ورکول، د امیندوارۍ د مخنیوي درملو کارول، ډېر وزن او د هورمونونو بدلونونه، دا ټول هغه عوامل دي چې مخنیوی یې کېدی شي."

هڅه وشوه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخیستل شي، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو په ۱۴۰۲ کال کې یې له سیمه‌ییزو رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د سینې سرطان د ۶۲۴۰ ناروغانو د ثبت خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې دا د سرطان ناروغانو ۲۶ سلنه جوړوي.

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون د انکولوژي څانګې مسوولانو هم ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال دوی ته د سینې د سرطان نږدې ۴۱ ناروغان ورغلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هر کال شاوخوا ۲۰زره افغانان د سرطان په بېلابېلو ډولونو اخته کېږي چې له دې ډلې تر ۱۵زره زیات یې د دغې ناروغۍ له امله مري چې تر ټولو عام ډول یې د سینې، معدې، مري، شونډې، خولې، رحم او سږي سرطانونه دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG