د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

روغتیا وزارت: په افغانستان کې هر کال ۳۵۰۰ ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې هر کال ۳۵۰۰ ښځې د سینې د سرطان په نارغۍ اخته کېږي چې نیمايي یې بیا له همدې امله ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د ښځو د سینو د سرطان د مخینوي په هدف د عامه پوهاوی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې دا هېواد لا هم له یادې ناروغۍ د ربړېدونکو هېوادونو په سر کې دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، اټکل داسې دی چې هر کال ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي او په دې کې ۳۵۰۰ یې هغه ښځې دي چې د سینې سرطان لري.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ په ښځو کې د سینو د سرطان په اړه د عامه پوهاوي کمپاین د پیل غونډې ته وویل، د نورې نړۍ خلاف په افغانستان کې د ښځو د سینو د سرطان ناروغي ډېره ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"په افغانستان کې په اټکلیز ډول هر کال ۲۰ زره د سرطان پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې یې ۱۵سلنه یا شااوخوا ۳۵۰۰ ښځې د سینو د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي."

ښاغلی فیروز وايي چې که د سینې د سرطان تشخیص ژر او له پیله وشي، د درملنې وړ دی، خو د ده په خبره، د دغې ناروغۍ په درملنه کې ځنډ د ګڼو ډېرو افغان مېرمنو ژوند اخېستی دی.

په ورته وخت کې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام مشر میهن عبدالله وايي، په افغانستان کې د هرو اتو ښځو څخه یوه یې د سینو د سرطان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ ده.

دی وايي، د سینو د سرطان لاملونه دوه ډوله دي، لومړی عامل یې چې جینیټیکي دی، مخنیوی یې سخت دی، خو له دوهم عامل یې مخنیوی کېدای شي.

د فزیکي فعالیتونو نه کول، ډېر وزن او تر ټولو مهم دلیل یې ماشوم ته د شیدو نه ورکول، د دغې ناروغۍ د پېښېدو سبب ګرځي.

له دې سره د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیلا مصلح له دغې ناروغۍ نه د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي په ډېرېدو ټينګار کوي.

هغې چې دغې کمپاین غونډې ته یې خبرې کولې ویې وویل چې د هېواد په پنځو زونونو کې په همدې هدف د پوهاوي مرکزونه جوړوي.

نبیلا مصلح وویل:

"د سینو له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د ښځو د چارو وزارت رول دا دی چې په کلیو او بانډو کې د پوهاوي پراخ کمپاینونه ولري، موږ فکر کوو چې که ښځې په خپل وخت متوجې شي، ډېرې پېښې د مخنیوی وړ دي او موږ په دې برخه کې ډېر څه کولای شو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په پام کې ده چې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره یو لوی مرکز جوړ کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان او افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د درملنې فرصتونه شته، خو د امکاناتو تر څنګ باید عامه پوهاوی هم ډېر وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG