د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

په افغانستان کې په هرو اتو ښځو کې یوه، د تیو په سرطان اخته کیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې په هرو اته ښځو کې یوه، د تیو په سرطان اخته کیږي.

د دې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کمپاین د پیلولو په مراسمو کې وویل، که د دې ناروغۍ پر وخت درملنه وشي، امکان لري چې ناروغ ځینې ورغیږي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د روغتیا د نړېوال سازمان چارواکي وايي، په دې هېواد کې د دې ناروغۍ خپریدو اندیښمن کړي دی.

دوې دا هم وايي، چمتو دې چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په مبارزه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د تیو سرطان چې یوه وژونکې ناروغي ګڼل کیږي، په افغانستان کې په داسې حال کې مخ په زیاتیدو ده چې دا هېواد یې د تشخیص او درملنې لپاره کافي مرکزونه او امکانات نه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، که په دې ناروغۍ اخته میرمنې، د خپلې درملنې لپاره پر وخت اقدام وکړي، ځیني رغیدلای شي.

ښاغلي فیروزد چهارشنبې په ورځ د تیو د سرطان د مخنیوي لپاره د کمپاین د پیلولو په مراسمو کې وویل، دغه ناروغي اوس مهال د زیاتیدو په حال کې ده اوعلت یې له دې ستونزې څخه د میرمنو ناخبري ده:

((په هرو اته میرمنو کې یوه، د تيو په سرطان اخته کیږي. سره له دې چې دا سرطان وژونکی نه دی، خو په افغانستان کې پرې اخته شوې میرمنې ځکه مري چې اکثره، د دې ناروغۍ په اړه کافي معلومات نه لري.))

په ډیرعمرکې د ښځو ودیدل، ماشومانوته د تیو د شیدو نه ورکول، زیات وزن، د بې کیفیته غوړیو خوړل، خبګان، د ورزش نه کول او داسې نورهغه لاملونه دي چې یوه میرمن د تیو په سرطان اخته کولی شي.

په تیو او تخرګونو کې د ګنډو پیدا کیدل اود سینې د رنګ اوښتل، په انسان کې د دې ناروغۍ د پیل نښې دي.

د دې وزارت چارواکو تاکید کوي چې په دې وضعیت کې باید پرته له ځنډه روغتیايي مرکزونوته مراجعه وشي.

د تیو د سرطان د مخنیوي د کمپاین د پیلولو په مراسمو کې ګڼو افغان ډاکترانو، په دې ناروغۍ ځینو اخته کسانو او په افغانستان کې د روغتیا د نړېوال سازمان یو شمیراستازیو برخه لرله.

په دې ناروغیو اخته کسانو هیله وکړه چې حکومت دې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره، ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړېوال سازمان ( ډبلیو. ایچ. او.) استازي، ریچارډ وویل، دوې چمتو دې چې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې، له افغانستان سره مرستې وکړي:

((د روغتیا نړېوال سازمان د تیو د سرطان پر ضد مبارزه کې د افغانستان ملاتړ کوي، موږ ژمن یو چې د سرطان د کنټرول، وقایې، تشخیص او درملنې په برخه کې خپلې مرستې جاري وساتو.))

دا وزارت وايي، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې هڅې تیزي کړي چې د عامه پوهولو پروګرامونه زیات او د نړېوالو موسسو په مرسته، ځانګړي مرکزونه فعال کړي.

ډاکټران تاکید کوي چې میرمنې دې تر دوو کلونو پورې هرو مرو ماشومانو ته د خپلو تیو شیدې ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG