د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیو ټیټوالی او د افغانانو اندېښنې؛ لامل یې څه دی؟


ارشیف: په افغانستان کې یوه صرافي
ارشیف: په افغانستان کې یوه صرافي

په وروستیو څو ورځو کې د افغانۍ بیې د ډالرو په مقابل کې له یو لړ بدلونو سره مخ شوي دي.

له یوې اوونۍ راهیسې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې له یو لړ بدلونونو سره مخ شوي او په بیو کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نورو میاشتو په پرتله د افغانیو بیې د امریکايي ډالرو په مقابل کې په کمساري توګه لوړې شوې وې.

د طالبانو تر کنټرل لاندې د افغانستان د مرکزي بانک د رسمي ویب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، نن دوشنبه د اکټوبر ۲۸مه د یوه امریکايي ډالر د پېرولو بیه ۷۲،۵۰ افغانۍ او د پلورولو هغه یې۷۳،۵۰ افغانۍ وه.

په شهزاده سرای کې د بېلابېلو صرافیو د معلوماتو له مخې، یوه اوونۍ وړاندې د یوه امریکايي ډالر د پېرولو بیه ۶۶،۶۰ افغانۍ او د پلورلو هغه یې ۶۶،۶۵ افغانۍ وه چې په تېرو ۷ ورځو کې په هرو ۱۰۰ ډالرو ۶۰۰ افغانۍ زیاتوالی ښیي.

له دې سره هممهاله په کابل کې ښار کې د خوراکي توکو یو عمده پلورونکی احسان‌الله وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د یوه دوکان انځور
ارشیف: په کابل کې د یوه دوکان انځور

هغه وویل: "مخکې ۵ لیټره غوړي په ۴۲۰ افغانیو و، خو اوس ۵۲۰ افغانۍ شوي دي، همداسې یوه ۵۰ کیلویي د اوړو بوجۍ ۱۴۵۰ افغانۍ وه، خو اوس یې قیمت ۱۵۲۰ هغه شوی دی، دا تغیرات په تېرې یوې اوونۍ کې رامنځته شوي دي."

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي، کله چې د ډالرو بیې راښکته شي د توکو په بیو اغېز نه کوي، خو چې لوړې شي نو د توکو بیې هم ورسره لوړېږي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو وحید او برهان په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

وحید وايي: "د خوراکي توکو بیې مخ پر لوړېدو دي او د ژمي په رارسېدو خلک له ستونزو سره مخامخ دي، د سون توکو بیې لوړې شوي او له بله پلوه بې کاري هم بېخي ډېره شوې ده."

برهان ووویل: "کله چې د ډالرو قیمت د افغانیو په مقابل کې کمېږي، له بده مرغه د خوراکي توکو په بیو هېڅ اغېز نه کوي، خو له لوړېدو سره د توکو بیې هم لوړې شي."

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان له ډلې یې محمد بشیر دودیال وايي چې افغانستان اوس د پیسو د ثبات په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

په بلخ کې د خوراکي توکو یو پلورنځي
په بلخ کې د خوراکي توکو یو پلورنځي
دودیال وویل: د افغانستان وضعیت داسې نه دی چې ثبات دې ولري، له نورې نړۍ سره یې اړیکې، بانکي سیستم او د سوداګرۍ په ګډون په ګڼو نورو مسایلو کې ثبات نه لري.

دودیال وايي: "د افغانستان وضعیت داسې نه دی چې ثبات دې ولري، له نورې نړۍ سره یې اړیکې، بانکي سیستم او د سوداګرۍ په ګډون په ګڼو نورو مسایلو کې ثبات نه لري، په داسې حالت کې د بیو لوړوالی او ټیټوالی رامنځته کېږي او په ورته وخت کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي توګه د ډالرو په مقابل د افغانیو ارزښت او قیمت هم کله لوړېږي او کله راغورځي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک بیا ویلي، هڅه کوي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت خوندي او د بانکي سیستمونو د پیاوړتیا، د قیمتونو د ثبات او د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د معلوماتو او احصایې ادارې د میاشتني راپور له مخې، د ډالرو په مقابل د افغانیو په ارزښت کې د تېر کال د میزان او سنبلې د میاشتو په پرتله ۱۱،۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه هېواد اقتصاد له سختو ننګونو سره مخامخ دی او بې‌وزلي د کړکېچ تر بریده رسېدلې او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۴میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG