د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون وروستۍ مسوده چمتو کړه


ارشیف: په کندهار کې طالب وسله وال د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې طالب وسله وال د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر مهال

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل نهايي مسوده چمتو کړه.

دا مسوده د منل کېدو لپاره د چارو د ريیس په مشرۍ د وزارتونو او رياستونو استازو دوهمې غونډې ته وړاندې شوه.

د طالبانو حکومت د دې طرزالعمل چمتو کول له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون کې د وزارتونو او اړونده بنسټونو ترمنځ د چارو همغږي ښيي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې، دا طرزالعمل به له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په عالي کمېسیون کې د شاملو بنسټونو چارې منظمې کړي.

هغه وايي: "د دې طرزالعمل مسوده د چارو ادارې لوی ریاست او د کابينې چارو د انسجام او عالي کمېسیونونو د ریاست له لوري په دریو فصلونو او ۲۵ مادو کې چمتو شوې چې عمومي احکام، د وظایفو وېش او کاري تګ‌لاره په‌کې شامله ده."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ جوړ شو او د پخوا په پرتله يې تشکیلات محدود شوي دي.

دا کمېسیون د لومړي ځل لپاره په تېر جمهوري نظام کې جوړ شو چې ۲۵ وزارتونو او یوه خپلواک کمېسیون يې غړیتوب درلود.

د دې کمېسیون وظایف د کوکنارو له کښت، نشه‌يي موادو تولید، قاچاقو او استعمال سره مبارزه وه او د دې ترڅنګ، د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی او بزګرو لپاره د بديلو کښتونو په برخه کې د اقتصادي مرستو برابرول و.

خو د طالبانو حکومت د دې کمېسیون تشکيل دیارلسو وزارتونو او یوه ریاست ته راټيټ کړی او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې يې ډېر صلاحیتونه او مسوولیتونه له اړونده وزارتونو څخه اخيستي او د کورنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کارپوهان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت دوام او کيمیاوي نشه‌يي موادو جوړولو ته په اشارې سره وايي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د دې کمېسیون د بیا جوړولو له لارې د نړیوالې ټولنې پام ځان ته راواړوي او په‌دې پلمه بهرنۍ مرستې راجلب کړي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د سروې او تحلیل پخواني ريیس سيد نجیب‌الله احمدي ازادي راډيو ته وويل، طالبانو نه یوازې دا چې د کوکنارو تولید يې نه‌دی کم کړی، بلکې د دوی په واکمنۍ کې د کيمیاوي نشه‌يي موادو تولید هم ډېر شوی دی.

نوموړی وايي: "طالبان غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی په رښتیا سره د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه کوي او هڅه کوي هغه لاسته‌راوړنې د ځان وبولي چې پخوا يې بله بڼه درلوده، خو رښتیا دا ده چې په تېر کال کې د کابل او بامیان په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي و او ډېرو بزګرانو يې تاریاک ټول کړل، دا مهال په جنوب شمال او لوېديځو ولایتونو کې د تاریاکو خرڅولو بازارونه شته."

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاقو د دوام په اړه داسې مهال اندېښنې راپورته کېږي چې، د طالبانو د حکومت له‌‌خوا له نشه‌‌يي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون له جوړېدو سره سم، یوناما هم له طالبانو سره ژمنه کړې چې، د بهرنیو مرستو جلبولو لپاره به ډېر ژر د بهرنیو ډيپلوماتانو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو د استازو یوه غونډه راوغواړي.

د یادولو وړ ده چې ملګروملتونو تر دې مهاله د دې غونډې دقیق تاریخ او ځای نه‌دی ټاکلی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG