د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ايا افغانستان سره بشري برخه کې د امريکا مرسته د طالبانو لاس ته ورځي؟


ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلې د نړیوالې ټولنې د مرسته شویو پیسو یو انځور
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلې د نړیوالې ټولنې د مرسته شویو پیسو یو انځور

د امریکا متحده‌ایالتونو یو ځل بیا په افغانستان کې له طالبانو د مالي ملاتړ راپورونه په کلکه رد کړل.

د امریکا د بهرنیو چاروزارت ویاند میتو مېلر د جولای د میاشتې په ۲۲مه نېټه یوې خبري غونډه کې له طالبانو د امریکا د مالي ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی په وار وار واضح کړې چې امریکا د طالبانو مالي ملاتړ نه‌کوي.

نوموړي وویل: "له طالبانو د ملاتړ په اړه نه، موږ له دوی ملاتړ نه‌کوو او دا مو په کراتو واضح کړې ده."

موږ له دوی ملاتړ نه‌کوو او دا مو په کراتو واضح کړې ده."
ميتيو مېلر

دا په‌داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار په خپل راپور کې ویلي، طالبان د افغانستان له خلکو سره له کېدونکو مرستو د ګټې د ترلاسه کېدو هڅه کوي ځکه په ټکو یې د بشري ادارو د جوړولو په ګډون ګڼ تاکتیکونه یې کارولي دي.

په راپور کې دا هم راغلي وو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه څانګې تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې افغانستان ته د ورکړل شوې ۲۹۳ میلیونه ډالره مرستې په تړاو له اصولو سره سمه ارزونه وکړي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واک ترلاسه کولو وروسته په بشري برخه کې امریکا د افغانستان ستر مرسته کوونکی پاتې شوی او د سیګار د راپور له‌مخې نږدې درې ميلیارده ډالره مرسته یې افغانستان ته استولې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سیګار د راپور په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو یو شمېر اړمن افغانان ادعا کوي چې طالبان د بشري مرستو په وېش کې لاس‌وهنه کوي.

دوی وايي د بشري مرستو د وېش په برخه کې خپلوي او انډیوالي پالل کېږي او ډېری وخت هغه خلکو ته دغه مرستې ورسیږي چې له طالب چارواکو سره اړیکې ولري.

په ننګرهار کې د وروستیو ورښتونو له امله یو زیانمن شوي، چې نه‌یې غوښتل په‌دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه هیڅ ډول مرسته راسره نه‌ده شوې، زما کور زما د ورور کور د بل ورور کور مې ټول وران دي، چې څوک واسطه او رابطه ولري هغوی ته مرستې رسیږي خو موږ چې هیڅوک نه‌لرو هیچا راسره مرسته نه‌ده کړې."

په وروستیو کې په افغانستان کې د اقلیمې بدلون له امله د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د درنو مالي او ځاني زیانونو د اوښتولو له امله په‌دې هېواد کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې کړکېچن شوی.
په وروستیو کې په افغانستان کې د اقلیمې بدلون له امله د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د درنو مالي او ځاني زیانونو د اوښتولو له امله په‌دې هېواد کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې کړکېچن شوی.

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي میراحمد ازادي راډيو ته وویل، بې‌کارۍ ځپلی او مرستې ته اړتیا لري، خو تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

هغه وايي: "کار او کسب نه‌شته، هیڅ ډول مرسته راسره نه‌کېږي، د بچیانو شمېر مې زیات دی، ژوند رانه لوری ورک کړی دی، کورته نه‌شم تللی ځکه څه نه‌لرم چې بچیانو ته پرې نفقه برابره کړم."

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واک تر لاسه کولو وروسته په‌دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري زیاته شوې ده.

خو په وروستیو کې په افغانستان کې د اقلیمې بدلون له امله د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د درنو مالي او ځاني زیانونو د اوښتولو له امله په‌دې هېواد کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې کړکېچن شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG