د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۹

د نوې څېړنې پایلې؛ د غلو- دانو کارول د پاخه عمر کسانو ته روغتیايي ګټې لري

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د امریکا د ماسوچوست ایالت د ټوفټس پوهنتون د یوې تازه څېړنې موندنې په تېره د پاخه عمر لرونکو کسانو پر روغتیا د لواړو غلو- دانو مثبت اغېز ښيي.

د څېړنې له مخې ورغستلي، تور غنم، جوار، جودر، تورې او نصواري وریجې او د نورو غلو دانو لږترلږه درې ډولونه که ستاسو په خوړو کې شامل وي نو د وخت په تېرېدو سره د فشار او شکر د ناروغۍ په کمولو او د ملا د سایز د لوییدو په مخنیوي کې له تاسو سره مرسته کولای شي.

د دې څېړنې له مخې، دا ډول خواړه د زړه د ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کوي. د ټوفټس پوهنتون څېړونکي وايي، لواړې غلې دانې د هغو میده اوړو پرتله چې د سپینې ډوډۍ په پخولو کې کار ترې اخیستل کېږي، په بېلابيلو پنځو شاخصونو کې ښودلې چې د ملا د سایز، د وینې د فشار، د وینې د شکر او کولسترول په کمولو کې مثبت اغېز لري.

په دې څېړنه کې له ۳۱۰۰ ډېرو کسانو چې عمرونه یې ترډېره د ۵۰ او ۵۵ کلونو ترمنځ وو، برخه اخیستې وه.

له دې څېړنې سره د امریکا وګړو ته هغه پخوانۍ سپارښتنه لا ډاډمنه شوه چې خلک باید په خپلو ورځنیو خوړو کې لږترلږه درې ډوله غلې دانې شاملې کړي.

د دې څېړنې پرمهال چې د اتلسو کلونو په ترڅ کې بشپړه شوه د هغو کسانو چې په ورځنیو خواړو کې یې له درې ډولونو کمې غلې دانې شاملې وې، د ملا اندازه د نورو ګډونوالو پرتله یو انچ لویه وه.

پردې سربېره هغوی چې په خوړو کې یې د غلو دانو کچه زیاته وه، د وینې د فشار او شکر اندازه یې لږه وه.

په څېړنه کې راغلي دي چې له دې ډول خوړو کار اخیستل د وزن له کمولو سره هم مرسته کولای شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG