د افغانستان د کرنې، مالدراۍ او اوبو لګولو وزارت په راتلونکي کال کې د وچکالۍ خبرداری ورکوي.
افغانستان هغه هېواد دی چې اتیا په سلو کې اقتصاد یې په کرنې او مالدارۍ ولاړ ده، وچکالۍ هغه ستونزه ده چې کولای شي راتلونکی کال افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال وچکالۍ د افغانستان پر کرنې او مالدارۍ ۶۶ فیصده ناوړه اغېز کړی او د تېرکال په پرتله روان کال کمه غله دانه تولید شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د مبارزې خبره کوي، خو زیاتوي چې دغه طبیعي ناوړه تأثیرات به راتلونکی کال هم ادامه پیدا کوي.
ښاغلي رستمي زیاتوي چې افغانستان به راتلونکی کال پهدې برخه کې له ستونزو سره مخ وي.
نوموړي زیاته کړه:
"په هره کچه چې د واورو او باران ورښت کم شي، بیا هم هغه ستونزې چې مو په روان کال کې درلودل، راتلونکی کال به هم ورسره لاس او ګریوان یو، خو طبیعي ده چې د نړیوالو سازمانونو او ډونرانو مرستې چې کېږي، له اوسني سره وضعیت فوق العاده مرسته وکړي."
په اوس وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور له درکه له اوو میلیارده افغانۍ زیات عواید لري چې د افغانستان لویه اقتصادي برخه جوړوي.
خو دغه وروستي کال وچکالۍ نه یوازې د افغانستان کرنه له ستونزو سره مخ کړه، بلکې افغانانو ته یې لوی اقتصادي زیان هم ورسېدلی.
له ناامنۍ سره په خوا کې وچکالۍ د دې لامل شوې چې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان خپلې مېنې پریږدي او نورو ځایونو ته بې ځایه شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال یې له شاوخوا ۳۶ زره زیانمنو کورنیو سره د ۶۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې ده.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې یا «یونیسف» هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان به راتلونکی کال هم له وچکالۍ سره مخ وي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې روان کال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۰ یې له وچکالۍ متأثر شوي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به شاوخوا دوه میلیونه افغانان له روانې وچکالۍ زیانمن شي.
په لسو ولایتونو کې پاکو اوبو ته د ښځو او ماشومانو نه لاس رسی هغه ستونزه ده چې دغه بنسټ یې اندېښمن کړی.
له دې سره په خوا کې د اسلامي همکاریو سازمان یا «OIC» تازه د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سره بشردوستانه فوري مرسته کړې ده.
که څه هم د دغو مرستو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د دغه سازمان په راپور کې د یاد سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر یوسف په نقل ویل شوي، دغه مرستې به د افغانستان کورنیو بې ځایه شویو ته خوراکي مواد او سرپناع په برخو کې وشي.
خو اوس د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که افغان حکومت اوبه ښه مدیریت کړي، کولای شي تر یوه برید د وچکالۍ مخنیوی وشي.
سناتور مصطفی ظاهر چې له دې وړاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې رئیس و په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"موږ د اوبو کافي سرچینې لرو، خو ډېر کم ورنه استفاده کېږي او ډېری نورو هېوادونو ته ځي، ځیني هېوادونو چې نه غواړم نوم یې واخلم، دوی نه غواړي چې په افغانستان کې بندونه جوړ شي، خو هر هېواد ته لازمه ده، چې خپل خوندیتوب په پام کې ونیسي، که دغه اوبه مدیریت شي، تر یوه بریده ستونزې را کمېږي."
له دې ټولو سره اکبر رستمي وايي، که په راتلونکي کال کې زیات ورښتونه وشي، نو تر یوې کچې به د وچکالۍ ستونزه را کمه کړي، خو نوموړی ټینګار کوي چې د نړیوالې مرستې پهدې برخه کې کومک کولای شي، څو حکومت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ورنه د ادرس په توګه ګټه واخلي.
راپور: رحمت الله افغان