د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۸

د کرنې وزارت: سږکال افغانستان کې د غلو دانو حاصلات څوچنده زیات شوي

دکرنې وزارت وايي،  سږ کال به د غلې دانې حاصلات دومره زیات شي  چې سارى يي په تيرو دوه ديرشو كلونو كې نه وي لېدل شوی
دکرنې وزارت وايي، سږ کال به د غلې دانې حاصلات دومره زیات شي چې سارى يي په تيرو دوه ديرشو كلونو كې نه وي لېدل شوی

د افغانستان دكرنې او مالدارۍ وزارت اعلان وكړچې سږكال به په هېواد كې دومره غله دانه وشي چې ترډيره ځايه به افغانستان د غلو له درکه پر کور بوره شي.

د كرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې په هېواد كې د زياتو اورښتونو او د كرنې د وزارت د يولړ تدابيرو څخه څرګنديږي چې سږكال به دهېواد د ځمكو حاصلات څه باندې شپږو ميليونو ټنو ته پورته شي او ترډيره ځايه به له بهرڅخه د غلې دانې د واردولو سطح ټيټه كړي:

"موږ يوه دقيقه كرنيزه سروې چې كابو پنځه نوي فيصده پرې ډاډمن يو، ترسره كړې ده، دغه سروې ښيي چې د غلې دانې حاصلات به دومره پورته شي چې سارى يي په تيرو دوه ديرشو كلونو كې نه ليدل كيږي.

په هېواد كې به شپږ اعشاريه درۍ ميليونه ټنه غله توليد شي چې پنځه اعشاريه يوميليون ټنه يې غنم دي."

د كرنې او مالدارۍ وزير وويل، سږكال به تر اوبو لاندې ځمكې په هرهكتاركې شل فيصده او للمي ځمكې به څلرويشت فيصده زياته غله توليد كړي.

ده دا هم وويل چې، پروسږ كال څه باندې دوه ميليونو ټنوغلې ته ضرورت و چې له بهرڅخه وارد شې، خو سږكال به له بهر څخه دغلې د وارداتو سطح دوه لكوټنوته راټيته شي.

ښاغلي رحيمي زياته كړه، سږكال ډيرو بزګرانو د كوكنارو پرځاى غنم كرلي دي، خو د دې لپاره چې د غلې داني د زياتوالي او د نرخو د ټيټېدو له امله بزګران تاواني نه شي، دوى پلان لري چې د بزګرانو حاصلات په بيه ورځنې واخلي:

"دا يو ښه زيرى دى، خو احتياط هم بايد وكړو چې دهقانان د نرخونو د ټېټېدو له امله تاواني نه شي، موږبه ترې يونيم سل زره ټنه غنم د تخمونو او خپلو ذخيرو لپاره په نغدوپيسوواخلو."

په تېرو څوكلونو كې مسلسلو جنګونو، وچكاليو او طبيعي پيښو د افغانتسان د كرنې سيستم سخت وځپلی او دولت يې مجبور كړی چې هركال له بهر څخه په ميليونونو ټنه غله وارد او د خلكو اړتياوې پرې پوره كړي.

خو د ځينو لرو پرتوسيمو خلك وايي چې دوې اوس هم د غلې د كمښت له خطرڅخه وتلي نه دي.

د كرنې وزارت چارواكي وايي، دوى راتلونكي فصل ته پلانونه ترتيب كړي، له بزګرو سره به د كرنې دسيستم په ټولو برخو كې مرستې وكړي، ترڅو خلك دتېرو كلونو غوندې دغلې دانې له كموالي سره مخ نه شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG