د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۸

د کندز بزګران: خپل سرې وسله وال رانه په زور عُشر اخلي

د کندز ګڼ شمېر ګروندګر او خلک شکایت کوي چې خپلسري وسله وال په وچ زور له دوی څخه د عُشر په نوم غله او دانه اخلي او د نه ورکولو په صورت کې په مرګ ګواښل کېږي.

د دغه ولایت د دشت ارچي او خان اباد ولسوالیو یو شمېر بزګرانو ازادي راډیو ته وویل چې له ۹کالنو راهیسې دوی له دغې ستونزې سره مخ دي او په وار وار یې په دې اړه سیمه ییزو چارواکو ته شکایتونه کړي دي خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.

دوو تنو بزګرانو نور احمد او نادرخان په دې اړه وايي.

"زه فعلاً د خلکو دهقاني کوم کله چې زموږ د غنمو او د نورو فصلونو درمن تیار شي هغه وخت مسلح کسان راځي او د عُشر په نوم له موږ څخه غله اخلي که چېرې ورنه کړو، نو د ټوپک په زوره يې اخلي."

"دلته ټول دا غیر مسؤل وسله وال شتون لري او د خلکو درمندو ته ورځي او په زوره له خلکونه عُشر اخلي او خلک د دوی له ځورولو څخه سخت په تنګ راغلي دي او که څوک ورته عُشر ورنه کړي نو وهل او ډبول هم په کې شته او ان شخصي بندي خانه لري خلک بندیان کوي."

د دوی په وینا چې په سیمې کې غیر مسؤل وسله وال د دوی له کرنیزو محصولاتو څخه لس سلنه د عُشر په نوم په وچ روز اخلي.

د امام صاحب ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو غلام سخي او خیال محمد هم په دې اړه وویل.

"موږ د دغو غیر مسؤل وسله والو له بې ځایه ځورولو او زورګويي څخه سخت په عذاب یو، ذکات غواړي او عُشر غواړي او ان د خپل د کورنو مصرف له خلکو اخلي."

"د دې غیرمسؤلو وسله الو له ظلم او ځورولو څخه خلک ډېر په تنګ راغلي دي، له خلکو څخه په زور عُشر اخلي او خلک بې ځایه په یو نوم او بل نوم ځوروي، دا څه رقم حکومت دی چې د دغو ډلو د خپلسریو مخه نه نیسې."

بل خوا د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري بیا وايي چې هېڅ څوک دا حق نه لري چې له خلکو څخه عُشر واخلي.

هغه زیاتوي چې تر دې دمه د خلکو له لورې دوى ته کوم رسمي شکايت نه دى را رسېدلى، که چېرې داسې شکايت واوري، نو پر وړاندې به یې جدې اقدام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی له دې وړاندې هم د دې ولایت د بېلابېلو سیمو او د ولسوالیو خلکو د خپلسرو وسله والو د بې ځایه ځورولو له کبله شکایتونه کړي وو، خو د کندز بزګران سره له دې چې د امنيتي ګواښونو له کبله د خپلسرو قوماندانانو نومونه نه شي په ډاګه کولاى، خو وايي چې له دې پلوه يې څو ځلې سیمه ییزو چارواکو او حتا د مرکزي حکومت جګپوړو چارواکو ته شکايتونه کړى، خو تر دې دمه يې هېڅ ځاى نه دی نيولی.

راپور: اجمل ارین

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG