د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

کابل کې د ۸ ولایتونو د کښت بدیل حاصلات او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې


د کرنې او مالدارۍ وزارت د اته ولایتونو د کښت بدیل حاصلات او تازه میوې، د سې شنبې په ورځ په کابل کې نندارې ته وړاندې کړې.

د کرنې او مالدارۍ وزیر هیله ښيې چې د کښت بدیل د پروګرام په پلي کېدو به د یو شمېر ولایتونو بزګران او باغ لرونکي د کوکنارو د کښت پر ځای د غلو دانو، سبزیجاتو او تازه میوو کرلو، پاللو او ودې ته مخه کړي.

نصیراحمد دُراني د سې شنبې په ورځ په کابل کې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د بزګرانو او باغ لرونکو، د حاصلاتو او تازه میوو په یو ورځني نندارتون کې وویل، له تېر کال راهیسې چې دوی د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې "د کرنې د پراختیا او له اقلیم سره د سازګارۍ" پروګرامونه پیل کړي، ډېری بزګرانو او باغ لرونکو غله دانه، سبزیجات او تازه میوې کرلي او ښه حاصلات یې ترې ترلاسه کړي دي.

نصیراحمد دراني
نصیراحمد دراني

نوموړی وايي:

"دا د پلي کېدو یوه امتحاني دوره ده، کله چې مو ترې مثبته نتیجه واخېسته، هیله مند یو په‎دې برخه کې نړیوالې مرستې هم زیاتې شي او هغو ټولو ولایتونو ته به ورشو چې دغه بدمرغه بوټي په‎کې کرل کېږي، که دغې پروژې د اوس په شان ښه نتیجه ورکړه، انشاءالله د بودجې ستونزه به نه‎وي."

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د کوکنارو له کښته د بزګرو د راګرځولو په هدف د دغه وزارت د کرنې "د پراختیا او له اقلیم سره د سازګارۍ پروګرام" تېرکال په ننګرهار، ارزګان، بلخ، پنجشیر، بادغیس، هرات، فراه او بامیانو په ولایتونو کې پیل شوي وو چې د یادو ولایتونو ډېری بزګرو او باغ لرونکو په‎کې د کوکنار له کره ډډه کړې ده.

راپورونه وايي، سره له‎دې چې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له‎خوا د سلګونو میلیونو ډالرو مرستې شوي، خو بیا هم هر کال د دې هېواد د هلمند، فراه، کندهار، ننګرهار او ارزګان ولایتونو پر سلګونو زره جریبه ځمکه، کوکنار کرل کېږي.

د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۶ کال کې په ټول افغانستان شاوخوا ۹۰۰۰ ټنه کوکنار تولید شوي چې په تېرو کلونو کې دغه اندازه تر دې ټیته وه.

د غلې دانې، تازه میوو او سبزبجاتو په جوړ شوي دغه نندارتون کې د فراه ولایت یوه باغ لرونکي تازه ګل ازادي راډیو ته وویل، د دغه پروګرام له برکته په فراه ولایت کې ډېر بزګرو د کوکنارو له کښته لاس اخېستی دی.

دی وايي:

"ټولو بزګرانو په خپلې سرمایې، دغه شیان تولید کړي، که د چرګانو کاروبار دی که د بادرنګو، که د هندواڼو او که داسې نور دي. لارښوونه ورته دولت کوي. دا ډېره ښه کښته ده، په فراه ولایت کې نه دولت او نه بل چا کوکنارو ته ماته ورکړې بلکې دغې کښتې ماته ورکړې ده. اوس په فراه ولایت د کوکنارو کر۶۰ فیصده کم شوی دی."

تازه ګل له حکومته هیله وکړه چې د اوبو د کموالي ستونزې ور هواره کړي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره په‎داسې حال د پروګرامو د پلي کولو هڅې کېږي چې د ملکرو سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي چې افغانستان اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې کوکنار په‎کې زیات کرل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG