د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

چڼه يا نخود څنګه پخېږي؟


چڼه يا نخود د يو کلنو بوټو له ډلې څخه خوراکي غله دانه ده، وړې، وړې پاڼې او لنډی بوټی لري، چې له ۲۵ تر ۵۰ سانتيو پورې لوړېږي. محقًقان يې لومړنی ټابوبی يونان بولي.

چڼه د غنمو او وربشو غوندې کرل کېږي ، په پسته خاوره او ګرمه هوا کې ښه وده کوي، د نخود زړي چې وکرل شي له درېیو تر پېنځو مياشتو پورې پخېږي، دهقانان يې دانه هغه وخت پخه بولي چې تر غاښ لاندې ماته شي.

په افغانستان کې د نخودو د کر او کښت دقيقه نيټه نه ده معلومه، په مرکزي سيمو او شمال کې ډېر کرل کېږي، خلک يې نينه خوري، قتغ ته يې ورګډوي، په نقلو کې پټېږي، په اوبو کې اېښول شوي يې هم خلک خوندور يادوي په کابل کې اوس ډېری نخود د چنداول او ده خدايداد په سيمو کې پخېږي دا چې د کومو سيمو ښه نخود دي او څنګه پخېږي په اړه يې خپرونه واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG