په افغانستان كې د غلى دانې د زياتوالي او له ګاونډېوهېوادونو څخه د غنمو د زياتو واردولو سره جوخت، افغان حكومت د هېواد د بزګرو د زيان د مخنيوي لپاره د يو لړ نوېو تدابيرو خبرې كوي.
د افغانستان د كرنې او مالدارى د وزارت وياند مجيداله قرارازادۍ راډيو ته وويل، چې د سيمې او نړۍ په ډيرو هېوادونوكې د غلې دانې محصولات زيات شوي او د دې لپاره چې د بيو د ټيټيوالو له امله يې د هېواد بزګر زيانمن نه شي، دوى ورته يولړپروګرامونه ترتيب او په مسلسله توګه به يي عملي كړي:
"هيله ده، چې سږ كال هېواد ته لږغنم وارد شي په سيمه كې غله دانه زياته شوې ده او يوازينى ماركيټ يي افغانستان دى.
موږغواړو خپل بزګر مو زيانمن نه شي، د ماليي او سوداګرۍ د وزارت سره مو مذاكرات جاري دي چې داسې لاره غوره كړو چې بزګرمو د غنمو په كښت پښېمانه نه شي."
د كرنې د وزارت وياند وويل، افغان مربوطوارګانونو پردې هم بحث پيل كړي چې د وارداتي غنمو ټكسونه په معقوله اومناسبه توګه لږڅه پورته او ترڅنګ هڅې كوي، چې بهرنى مرستندويې ادارې دې ته راماتې كړي، چې د افغانستان په نامه غله دانه له افغان بزګرو څخه واخلي.
ويل كيږي، داسې نښې نښانې شته چې سږ كال د هېواد په شمال اوغرب كې د غلې دانې محصولات زيات شوي او د دې پلوه به د هېواد اړتيا تر يوه حده كمه شي.
د كرنې وزارت وايي، چې كه سږكال د غنمو حاصلات له څلورو ميليونو ټنوڅخه واوړي، دوى به يوازې كابو يوميليون ټنوغنمو ته ضرورت ولري.
بزګراندېښمن دي، چې كه د غلې دانې بيه راټېټې شي، له سخت اقتصادي زيان سره به مخ شي يو تن د زين الدين په نامه داسې وايي:
"بزګر ګدامونه نه لري، چې زيات محصولات په كې وساتي هيله دولت يي ورڅخه واخلي او د دې تر څنګ افغان واردوونكي د دې پرځاى چې غنمو پسې بهر ته ځي بايد له افغان بزګرو يي واخلي."
بزګر دا هم وايي، چې د بهرنيو مرستندوېو موسسو تر څنګ افغان واردوونكو ته هم په كار ده، چې د ګاونډېوهېوادونو پرځاى د غلې دانې لپاره په هېواد كې دننه پانګې واچوي.
خو د كرنې وزارت وايي، چې پرو سږكال يي د هېواد له بزګروڅخه څه باندې اويا زره ټنه غنم اخيستي و او سږكال په پام كې ده چې دا اندازه يو لكو ټنو ته ورسوي.