د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

اوچا: په دوو کلونو کې د ماینونو د چاودنو له کبله ۱۴۰۱ افغانان وژل شوي یا ټپیان دي


د کابل په یوه روغتون کې د ماین چاودنو ټپیان تر درملنې لاندې دي.
د کابل په یوه روغتون کې د ماین چاودنو ټپیان تر درملنې لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره یا اوچا وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې تر یوزرو څلورسوه ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د یوې ادارې ارقام ښيي چې د ۲۰۲۲ له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ تر فبرورۍ پورې ۱۴۰۱ تنه د چاودېدونکو موادو په چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې د اپرېل د څلورمې، د ماینونو د خطر د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې پرون وویل، د ماینونو او ناچاودو وسیلو د چاودنو ۸۶ سلنه قربانیان ماشومان دي.

اوچا زیاته کړې، افغانستان له جګړو څخه د پاته ماینونو اوناچاودو وسیلو له نظره په نړۍ کې یو خطرناک هېواد دی او شاوخوا ۴ میلیونه افغانان د دغو موادو له خطر سره مخامخ دي.

په راپور کې اټکل شوی چې د افغانستان په ۱۲ سوه کیلومترمربع ساحه کې ماینونه او ناچاودلي مواد شته.

د اوچا په راپور کې د ماینونو او نورو ناچاودو وسیلو چاودنې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مړینو دوهم ستر عامل بلل شوی دی.

له بلې خوا په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې دفتر پرون پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې هر کال سلګونه کسان د ماینونو او نورو ناچاودو وسیلو په چاودنو کې وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

دغه دفتر په دوام کې ویلي چې له افغاني سره میاشت ټولنې سره یوځای د غمجنو پېښو د مخنیوي لپاره د لویانو او کوچنیانو د عامه پوهاوي د زیاتولو هڅه کوي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپورتر ریچارډ بینېټ وايي، په افغانستان کې ډېر ملکیان، په تېره بیا ماشومان د ماینونو په چاودنو کې وژل کیږي.

ارشیف: په بامیان کې د ماین پاکۍ یوه کارکوونکې د ماین پاکولو پر مهال
ارشیف: په بامیان کې د ماین پاکۍ یوه کارکوونکې د ماین پاکولو پر مهال

هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د ماینونو د خطر په نړیواله ورځ دې د ماین پاکۍ او دغه راز د ماینونو او ناچاودو وسیلو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره ژمنه وشي څو د ټولو لپاره یوه خوندي راتلونکې ډاډمنه شی.

له بلې خوا د ملګروملتو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي چې ماینونه او له جګړې نور پاته چاودونکي مواد له افغانستانه نیولې تر سوډان او اوکراین او غزې پورې د میلیونونو انسانانو ژوند ګواښي.

ده د چاودېدونکو موادو د خطر پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت وايي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو موادو د چاودنو له امله ۳۷ تنه وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ادارې رييس نورالدین رستم خېل په یوه صوتي پیغام کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰۸ پېښې ثبت شوي، ۵۵۵ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې په هغو کې ۱۳۷ نارینه او ۳۷ ښځې وژل شوي او ۳۱۱ نارینه او ۷۰ ښځې ټپیانې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG