د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

یونسکو: په بامیان کې د بودا مجسمې او د هغې اړوند میراثونه دې ډیجیټلي شي


په بامیان کې د بودا مجسمه چې د طالبانو په اوله دوره کې ویجاړه شوې وه.
په بامیان کې د بودا مجسمه چې د طالبانو په اوله دوره کې ویجاړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو په بامیان ولایت کې د بودا د مجسمو او نورو اړوندو اثارو په ډیجیټلي کېدو او د دې کار په ارزښت ټینګار کړی دی.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د آيکانم Iconem په نامه د یونسکو د یوې همکارې موسسې د اجراییوي رییس ایف اوبلمن د وینا یوه ویډیو خپره کړه چې وايي، دوی هوډ لري چې د یونسکو په همکارۍ د بامیانو د بودا مجسمې ډیجیټلي کړي.

نوموړی په دې ویډیو کې وايي: "خو کله چې هلته لاړم ومې ليدل چې د غرونو په منځ کې د بودا له زمانې يو بشپړ سيستم موجود دى، نقاشي او ډيزاين شوې ډېرې کوټې موجودې وې، نو په دې اساس هلته ډېر بډايه ميراثونه شته چې لا هم پټ دي، نو د ډيجيتلي کېدو مفکوره هم له همدې امله ده چې هغه زړه راښکونکي اثار ښکاره کړو چې تر نن چا نه دي ليدلي."

یونسکو د بامیانو د مجسمو او اړوندو میراثونو د ډیجیټل کولو د بهیر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو دآيکانم Iconem کمپنۍ په ویبپاڼه کې ویل شوي چې د دوی کار د ځانګړو کلتوري ځایونو د معمارۍ د درې اړخيزه موډلونو طرحه کول دي.

آيکانم د فرانسوي ټیکنالوژۍ شرکت دی چې په نړۍ کې له ګواښ سره مخ کلتوري میراثونو د سايټونو د ډیجیټل کولو لپاره کار کوي.

په پخواني جمهوري نظام کې یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي وویل چې یو مهال یوه جاپاني کارپوه د بودا ننداره د مجسمې په خالي ځایونو کې په نوم پروژه د لايزري تششعاتو په وسيله په درې اړخيزه بڼه وړاندې کړې وه چې د يـونسکو د متخصصينو له لوري ونه منل شوه.

يادې سرچينې اندېښنه ښودلې چې په اوسنيو حالاتو کې به د بودا د مجسمو او د باميانو د مجسمو ساتنه ستونزمنه وي.

په همدې حال کې د ۲۰۰۱م کال په مارچ میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په بامیان کې د بودا ۵۵ او ۳۵ متره دوه لوړې مجسمې ویجاړې کړې.

یونسکو د دغو دو بې ساريو نړیوالو میراثونو ویجاړول یو فرهنګي قتل عام بللی وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابو دوه کاله وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې د بودا د مجسمو ویجاړول د هغه وخت د محکمې د حکم له مخې ترسره شوي دي.

هغه ویلي وو چې په افغانستان کې د دوى د اوسنۍ واکمنۍ تر ټينګېدو وروسته د فرهنګي ميراثونو او لرغونو اثارو ساتنې او پالنې ته ژمن دي او دا د افغانستان د ملي هويت څرګندونه ګڼي.

د بامیانو بتانو ته نږدې څمڅې
د بامیانو بتانو ته نږدې څمڅې

په ورته وخت کې د بامیان ولایت یو شمېر فرهنګي فعالان د افغانستان د کلتوري میراثونو پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ وايي چې د بودا مجسمې له تاریخي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

یوه له دوی څخه منصوره واثق ازادي راډيو ته وویل: "د بودا له امله باميان په نړۍ کې د يو تاريخي ښار په توګه پېژندل شوی او دغه شان له اقتصادي اړخه هم زمونږ د خلکو لپاره ډېر ارزښتمند دى. هر کال د نړۍ او افغانستان څخه ډېر سيلانيان د باميان له مجسمو ليدنه کوي."

په ورته وخت کې اته مياشتې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا په باميانو ولايت کې د بودا د ويجاړ شويو مجسمو له ساحې څخه ليدنه وکړه او ويې ويل چې دغه فرهنګي ساحه د جاپان هېواد په همکارۍ او ملاتړ د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان په مرسته ساتل شوې.

د يادونې ده چې د جاپان سفارت د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې له يونسکو سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ، چې له مخې يې جاپان ژمنه کړې وه چې د باميانو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره به درې ميليونه اته سوه زره ډالره مرسته کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG