د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د افغانستان په زندان کې د کفر ویلو په تور زنداني لیکوال سره لیدنه


لیکوال زمان احمدي د کابل په څرخي پله زندان کې. December 22 2019
لیکوال زمان احمدي د کابل په څرخي پله زندان کې. December 22 2019

افغان لیکوال زمان احمدي چې په کفر ویلو تورن شوی ازادي راډیو ته وايي، دی مجرم نه بلکې د خپلې ټولنې د ارزښتونو مدافع دی.

د ازادي راډیو خبریال دغه بندي افغان لیکوال زمان احمدي د افغانستان په لوی زندان کې د بندیانو په بې ساري پروګرام په څڼده کې ولید.

خبریال وايي، ښايي لومړنی کس و چې له ده سره مرکه کوي.

ښاغلی احمدي اوه کاله مخکې په بامیانو ولایت کې د بودا د مجسمې د ویجاړېدو په اړه د یوې نه خپرې شوې مقالې د لیکلو له امله، اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن شو چې، له دې امله په کابل کې یوې محکمې د شلو کلونو په بند محکوم کړ.

احمدی د بند اوه کاله تېر کړي خو کله چې د ده لپاره ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو عدالت وغوښت، تېره میاشت د افغانستان سترې محکمې د ده په اړه د مخکینیو محاکمو حکمونه لغوه کړل.

په پام کې ده چې د ده محکمه په راتلونکو اوونیو کې بیا جوړه شي.

راتلونکې محکمه به د احمدي لپاره برخه لیک جوړونکې وي، ځکه دغه محکمه کولی شي، دی بې ګناه ثابت کړی، یا د مخکینیو محاکمو حکم ومني او یا پرې بل حکم وکړي.

احمدي اوس کورته د تلو او له خپلې میرمنې او دوو لوڼو سره د لیدو شیبې شمېري.

ده له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، له زندان نه یې د خوشې کېدو فرصتونه برابرشوي او هیله من دی چې، محکمه يې بې ګناه وګڼي.

هغه وویل: "شاوخوا اوه کاله مې په زندان کې ډیرې ترخې وزغملې، اوس چې د نړۍ د عزتمندو خلکو لخوا زما په اړه عدالت غوښتل کېږي، وایم د زنداني کېدو ډېر دردونه مې ورغېدل."

دا چې د زمان احمدی محکمه به کله دایریږي، تر اوسه روښانه نه ده.

د افغانستان د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ ویاندویان په دې لړه له خبرو کولو ډډه کوي.

په دغې نه خپرې شوې مقاله کې څه وو.؟

زمان احمدی وايي، ده په دغه مقاله کې په بامیان ولایت کې د شهمامه او صلصال د مجسمو ویجاړوونکي غندلي وو.

احمدي ازادي رادیو ته وویل، په دغه مقاله کې د اسلام مقدساتو ته هیڅ سپکاوی نه دی شوی.

د ده په خبره دغه مقاله یې اوه کاله مخکې د خپرېدو لپاره « موعود » اوونیزې ته لېږلې وه خو له خپرېدو دمخه جنجالي شوه او دی یې له امله بندي شو.

زمان احمدي د کابل په زندان کې دیلدا شپې د لمانځغونډې پرمهال د نورو زندانیانو سره لیدل کېږي. December 22 2019
زمان احمدي د کابل په زندان کې دیلدا شپې د لمانځغونډې پرمهال د نورو زندانیانو سره لیدل کېږي. December 22 2019

دغه افغان لیکوال باوري دی چې، مجرم نه بلکې د خپلې ټولنې د ارزښتونو مدافع دی.

نوموړی وايي: "ما په مقاله کې د تروریستي رادیکالو ډلو یادونه کړې وه چې د افغانستان د اکثرو خلکو نظر هم و او دی، د هېواد د فرهنګي میراثونو ساتنه د افغانستان داسلامي جمهوري دولت اصلي دنده ده، نن چې یوځل بیا واک ته د طالبانو د رسېدلو خطر احساسیږي، ټولو ته څرګندیږي چې زه نه یوازې دا چې مجرم نه وم، بلکې د ټولنې دارزښتونو مدافع وم."

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې مسوولینو ازادي رادیو ته وویل، له وروستي حکم وروسته باید د افغانستان قضايي بنسټونه د مسوولیت په منلو سره د ښاغلي احمدی د حیثیت اعاده وکړي.

د یو نا خپور شوي مطلب د لیکلو له امله د ښاغلي احمدی بندي کېدو ډیر غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د بیان د ازادي ملاتړي بنسټونه د ده بندي کېدل، په هېواد کې د بیان د ازادۍ د بې ثباته کولو نښې ګڼي.

دغه بنسټونه د ده په خوشې کېدو ټینګارکوي.

XS
SM
MD
LG