د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د سټیف مک کوري څو عکسونه، د افغان جګړې بېلابېلې څنډې څرګندوي


د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د بلېک واټر په نوم د امنیتي کمپنۍ د مشر ایریک پرینس د هغه وړاندیز په اړه لیکنه کړې چې وايي، چمتو دی افغانستان ته خپل خصوصي پوځیان واستوي.

د ورځپاڼې په وینا پرینس چې د پوځي قراردادي په توګه ډیره ښه سابقه نه لري غواړي خصوصي نظامي ځواکونه یې د افغانستان درد ته هماغه درملنه وړاندې کړي چې عراق کې یې کړې وه.

د بلېک واټر کمپنۍ یو شمېر قراردادیان په عراق په ملکي وژنو محاکمه شوې وو.

ورځپاڼه وايي، په هغو اسنادو کې چې یوه برخه یې فایننشل ټایمز ته رسیدلې، ایریک پرینس افغانستان ته د پنځه زره میله وسلو او له سلو څخه د کمو الوتکو د استولو دوه کلن پلان وړاندیز کړی چې ورسره به په کلنۍ توګه د لس میلیاردو ډالرو په لګښت دغلته د ناکامې جګړې لوری بدل کړي.

ایریک پرینس فایننشل ټایمز ته ویلي:

"موږ په افغانستان کې زیات لګښت کوو چې دې مسئلې فساد ته لاره هواره کړې چې ګټه یې طالبانو ته رسېږي."

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د اوسنیو لګښتونو په اړه ویلي:

"په افغانستان کې تېرکال د جګړې کمپاین د امریکا لپاره ۴۵ میلیارده ډالر لګښت درلود او سږکال پنځوس میلیارده ډالرو ته رسېږي."

پرینس، افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو استول احمقانه بللي او ویلي یې دي، دا به هر څه په قرارداد واخلي او په افغانستان کې به د امریکا لګښت راکم کړي.

د فایننشل ټایمز په وینا، ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توګه افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د پنټاګون وړاندیز رد کړی او د افغانستان د جګړې په اړه یې د نوې ستراتیژۍ نهايي کېدل ځنډولي دي.

ورځپاڼه زیاتوي:

د سي ای اې مشر مایک پومپیو تیره اوونۍ په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د څېړنې په هدف او د دې لپاره چې معلومه کړې په دې ستراتیژۍ کې د ایریک پرینس وړاندیز ځایدلی شي کنه؟ کابل کې و.

مېل انلاین ویب پاڼې د سټیف مک کوري څو عکسونه خپاره کړي چې د افغانستان د څو لسیزو جګړې بېلابېلې څنډې څرګندوې.

سټیف مک کوري هغه عکاس دی چې د شربت ګلې په نوم د یوې کډوالې افغانې ماشومې تصویر یې نړیوال شهرت تر لاسه کړې.

نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې وخت په وخت افغانستان ته سفرونه کړي او د افغانانو ژوند او دغلته د جګړې څخه پاتې نښې یې تصویرونو کې راټولې کړي.

د مک کوري له دې عکسونو چې مېل انلاین خپاره کړې په یو کې په چادري کې یوه پوښلې ښځه د خپل یو ټپي ماشوم سره چې سر یې په پلاستر تړلی ښکاري.

په یو بل عکس کې چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې اخېستل شوی یو ځلمکی ښکاري چې د یو سوزیدلې والګا موټر پر مخکینۍ تخته مالټي پلوري.

په یو بل تصویر کې چې مک کوري په ۲۰۰۶ میلادي کال کې اخېستي، د بامیانو د بودا د نړیدلې مجسمې مخې ته یو سوځېدلی موټر ښکاري چې څو هلکان په کې لوبې کوي. پر سوځېدلي موټر "د عامې روغتیا ریاست" لیکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG