د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

افغان چارواکي: غزني کې د طالبانو تر واک سیمو کې تاریخ اثار په ورکېدو دي


د غزني تاریخي منار
د غزني تاریخي منار

د افغانستان د ځینو نورو سیمو په څېر غزني کې هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د جګړو، بارانونو، سلابونو، زلزلو او ځینو نورو افتونو له امله ډېری تاریخي اثارو او ابدو ته زیان اوښتی.

د تېرې ۱۴ سمې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د دولتي نظامونو پر وړاندې د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې ډېری ابدې خرابې شوي او یا د خرابېدو او ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم د ۱۴سمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې په غزني ښار کې تاریخي ابدې د نړیوالو په مرسته ورغول شوې، خو د ولسوالیو هغه لا هم ویجاړ پاتې دي.

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د سلطان شهاب الدین غوري مقبره، د امام سیدحاجي مقبره، د سې کوه بنديخانه، شېربز کلا، رباط کلا، په ګېلان ولسوالۍ کې سخي مرتضی کلا، په اندړو ولسوالۍ کې د غازي ملامشک عالم زیارت، د فرقه مشر سیدخان کلا، سخي غلام حیدر کلا، په مقر ولسوالۍ کې د بهاوالحق زیارت، په جغتو ولسوالۍ کې د بېګم منار، په قره باغ ولسوالۍ کې نای قلعه، په زنه خان ولسوالۍ کې شاه غاسي کلا او لسګونه داسې نور هغه څه دي چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د غزني په روضه کلي کې یو تاریخي جومات
د غزني په روضه کلي کې یو تاریخي جومات

لیکوال او فولکلوریسټ اسدالله بلهار جلالزی وايي، دا تاریخي مقبرې او تاریخي ابدې د طبیعي پېښو له امله ډېرې زیانمنې شوي، که دولت او یا هم د دولت مخالفین ورته پام ونه کړي، نو په وینا یې راتلونکي کې به دا اثار ونه لري: "جوړونې او مرمت ته یې ضرورت دی، نو زما هیله دا ده چې دې برخه کې د جګړې ښکېلې خواوې پاملرنه وکړي او په یو ډول دا زمینه برابره کړي چې د دغو اثارو د ترمیم چارې ترسره شي."

غزني د تاریخي اثارو او تاریخي ابدو له پلوه د هېواد تر ډېرو غني ولایت بلل کېږي.

لیکوال او ژورنالېست عبدالمجید ژړاند بیا وايي، په غزني ولایت کې د دولت تر واک لاندې سیمو کې تاریخي اثارو او تاریخي ابدو ته هم وړ کار نه دی شوی.

د ده په خبره، ډېری تاریخي اثار قاچاق، چور او غلا شوي دي، ان د تاریخي اثارو ځمکې لا غصب شوي دي، خو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې خو یې وضعیت بيخې د اندېښنې وړ دی: "څرنګه چې غزني کې ډېری سیمې د دولت له کنټروله بهر دي، نو هلته خو د تاریخي اثارو وضعیت بېخي اندېښمن کوونکی دی، لکه څنګه چې په کار ده، هغه ډول هېڅ پام ورته نه کېږي او له ډېر بد وضعیت سره مخ دي، زموږ غوښتنه دا ده چې د تاریخي اثارو، د تاریخي ابدو د رغولو او ژغورنې ته باید ښکېل اړخونه پام وکوي، څو زموږ دغه کلتوري میراثونه خوندي شي او له نورو تاړاکونو وژغورل شي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا وايي چې د طبیعي افتونو ترڅنګ ډېری ابدې د جګړو له امله هم خرابې شوي دي.

د یاد وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې تاریخي اثار او ابدې مخ په ورکېدو او خرابېدو دي: "له وسله والو طالبانو مو غوښتنه ده چې په تاریخي ځایونو کې دې له جګړو ډډه او د هغوی ساتنې ته دې پام وکړي او تاریخي سیمې دې هدف نه ګرځوي او ان له ولسونو څخه مو هم همدا غوښتنه ده چې وسله والو طالبانو ته په هغو سیمو کې اجازه ورنه کړي، څو زموږ دغه تاریخي معنویت له منځه لاړ شي."

د غزني خواجه عمري ولسوالۍ کې یوه تاریخي لېسه
د غزني خواجه عمري ولسوالۍ کې یوه تاریخي لېسه

مومند زیاتوي، درې کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ، کلیو او پراختیا وزارتونو ترمنځ یو پرېکړه لیک لاسلیک شو چې د هغې له مخې ۳۶ زره شوراګانې چې د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې په ټول افغانستان کې جوړې شوې د تاریخي سیمو او ابدو ساتنه او پالنه به هم کوي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي، د دوی تر واک لاندې سیمو کې د هر ډول تاریخي ابدو ساتنې ته ژمن دي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپلو مسوولینو ته امر کړی چې له تاریخي ابداتو څخه دې ساتنه وکړي، څار دې وشي، د کېندنې مخنیوی دې وشي، د انتقال، تجارت او قرارداد مخه يې باید ونیول شي، څو دغه تاریخي اثار او تاریخي ابدې خوندي پاتې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۳۹۹م کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاریخي اثارو په خوندي ساتلو ټینګار کړی وو.

خو له نننه شل کاله وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه ډلې د افغانستان په بامیانو ولایت کې د صلصال او شمامې دوه تاریخي مجسمې نړولې وې.

صلصال او شمامه په افغانستان کې تر اسلام له مخه دورې تر ټولو ارزښتمن اثار ګڼل کېږي.

غږیز راپور د لاندې لینک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG