د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د افغانستان ښخه شوې خزانه په نړېوالو نندارتونو کې


د باختر د خزانې یوه نمونه د نیویار کې په یو نندارتون کې
د باختر د خزانې یوه نمونه د نیویار کې په یو نندارتون کې

په دې خزانه کې د پام وړ لرغوني اثارلیدل کېږي خو جالبه خبره داده چې دغه زېورات وروسته له کشفېدو څه ډول د یوه روسیي لرغون پېژندونکي وېکتور سراېنېدي له خوا په نولس سوه اته اویایم کې وژغورل شول.

په دقیقه توګه یوه شپه وروسته له هغه چې د امریکا سمندري پلي ځواکونو د افغانستان په جنوبي سیمو کې د خنجر عملیات پېل کړل، د نیویارک ښار د اوسېدونکو یوه ډله د افغانستان د بیارغونې لپاره سره راټول شوي وو، او د افغانستان د باختر د خزانې په نامه د لرغونو زېوراتو او سرو زرو له اثارو څخه لیدنه وکړه.


په دې خزانه کې د پام وړ لرغوني اثارلیدل کېږي خو جالبه خبره داده چې دغه زېورات وروسته له کشفېدو څه ډول د یوه روسیي لرغون پېژندونکي وېکتور سراېنېدي له خوا په نولس سوه اته اویایم کې وژغورل شول.

وېکتور سراینیدي د افغانستان په شمال کې د ژیړو د دورې د لرغونو اثارو په کیندنو بوخت وو او ناببره یې شپږ قبرونه ولیدل چې پنځه یې د ښځو او یو یې د یوه نارینه وو چې د خپل وخت پاچا وو.

دا قبرونه ښایي له میلاد څخه سل کاله مخکې دورې پورې اړه ولري.

په دغو قبرونو کې تر شلو زرو زیات قیمتي اثار لکه غاړه کۍ، د غاړې امېلونه، او د تورې پوښونه ترسترګو کېدل.

دغه روسي لرغون پېژندونکي دا ټول اثار د کابل ملي موزیم ته وسپارل، خو پر افغانستان د روسیي ځواکونو تر یرغل یو کال وروسته د دغه لرغون پېژندونکي کار ګډوډ او قطع شو.

دا کلونه په افغانستان کې د لرغون پېژندونکو د څېړنو لپاره د ډېرو سختو کلونوپیل وو. په ټول افغانستان کې جګړې او ناارامۍ پېل او بې ثباتي هره خوا خپره شوه.

د مجاهدینو او د پخواني شوروي اتحاد د پوځ او د هغه د پلوي رژیم ترمنځ جګړې تر نولس سوه اته اتیایم کال پورې دوام وکړ چې دا ځواک بیا په همدې کال له افغانستان څخه ووت او ملي موزیم هم کله یوځای او کله بل ځای انتقالېده.

په نولس سوه دري نویم میلادي کال کې د کورنیو جګړو په وروستي پړاو کې ملي موزیم په پوځي اډه بدل شو، او د توغندیو تر باران وروسته وران وېجاړ شو.

خو د تنظیمونو او طالبانو د واکمنۍ په موده کې په زرهاوو لرغوني اثار او د په بامیانو کې د بودا مجسمې له منځه یوړل شوې .

په داسې شرایطوکې هر چا انګېرله چې د باختر خزانه هم د تل لپاره چور او چپاول شوې ده.

خو دافغانستان د ملي موزیم ځینوکارکوونکو په نولس سوه اته اتیایم کال کې دغه خزانه د جمهوري ریاست د ماڼۍ تر یوې ګومبدې لاندې پټه کړه او دا راز یې پنځلس کاله پټ ساتلی وو.

په دوه زره څلورم کال کې یې ګومبته پرانیسته او دغه اثار یې بېرته تر لاسه کړل چې له هماغه نېټې راهیسې د باختر خزانه پر ټولې نړۍ ګرځي.

الیزابت ولتزفینو د نړۍ په موزیمونو کې د باختر خزانې د نندارتون مسووله ده او اوس مهال د نیویارک موزیم د دغو اثارو کوربه دی.


د کلېلېند ټيم چې د مېګ تېګ او کلېلېنډ د سرو زرو او زېوراتو د شرکت مالک او د دغه نندارتون جوړونکی او تموېلونکی دی د سرو زرو د تاج په اړه وویل، دغه تاج د نړۍ له شهکارونو څخه دی.

د مارګېن سټېنلي د شرکت پخوانی بانکي مسوول اډریان کژژېنسکي وایي، دغه تاج د افغانستان برګ یا خال خالي مار ته ورته دی.

د دې نندارتون لیدو خلک په هیجان راوستي او احساسات څرګندوي. خو د امنیتي ناارامېو له درکه اندېښنو د سالون فضا ډېره غمجنه کړې ده. ځکه ټول د باختر د خزانې د مصونیت په اړه فکر کوي.

دوی ویل: ډېره به سخته وي چې دغه خزانه په افغانستان کې نندارې ته وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG