د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

مسعودي: د "بودا کچکول" د افغانستان ملکیت دی


د افغانستان د ملي موزیم چارواکي وايي، د بودا کچکول نومي تاریخي اثر د افغانستان ملکیت دی خو د هندي چارواکو د ادعاو په اړه به څیړنې وکړي.

د ملي موزیم رییس د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، که چېرې د دغه تاریخي اثر په اړه خبرې جدي شي ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو سبب شي.

وروسته له هغې چې د هند د پارلمان یوه غړي ادعا وکړه چې دا تاریخي اثر د هند دی د دې هېواد حکومت کابل ته د یوه پلاوي د لیږلو پریکړه کړې.

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي د هندي چارواکو ادعا چې وايي، په دې موزیم کې د بودا د دور یو تاریخي اثر د هند دی ردوي او زیاتوي چې په دې اړه د هند لا ډير ټینګار به د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

د ملي موزیم رییس عمراخان مسعودي ازادي راډیو ته تایید کړه چې په نیژدې راتلونکي کې د هندي لرغونپوهانو یوه ډله کابل ته راځي او د بودا کچکول په اړه به علمي او تخنیکي څېړنه وکړي.

ښاغلي مسعودي وویل، د دې اثر د ملکیت په اړه د هندي چارواکو ټینګار ښايي د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړي:

"زه فکر کوم دغه مسایل باید ډير ژور نه شي چې د دوو دوستو هېوادونو ترمنځ یو کړکیچن حالت رامنځ ته کړي، هیله مند یو چې دغه مساله په ډيره سړه سينه حل شي، دا یوه کوچنۍ موضوع نه ده او که چېرې په دې ډول مطرح کیږي نو دا د دې مفهوم نه لري چې هغوي د ملکیت ادعا وکړه او موږ ورته تسلیم کړو دا په هیڅ صورت امکان نه لري او باید په دې اړه باید پراخې څیړنې وشي."

نوموړي وویل چې؛ دغه ډبرین لوښی، دا مهال د افغانستان په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوی او د بودايي دورې له مهمو اثارو څخه ګڼل کیږي.

د مسعودي د معلوماتو له مخې دا اثر په ۱۹۲۵م کال په کندهار کې د میرویس نیکه له مقبرې نه پلازمېنې کابل ته راوړل شو.

د بودا کچکول په نوم تاریخې اثر په اړه دغه خبرې وروسته له هغې راپورته شوې چې څو میاشتې مخکې د هند د پارلمان یوه غړي پر اساد سېنګ ادعا وکړه چې دا اثر د هند دی.

هغه له خپل حکومته غوښتي وو، چې دا تاریخي اثر له کابله هند ته انتقال کړي.

ده ادعا کړې چې د بودا کچکول د هند په بیهار ایالت پورې اړه لري او له هغه ځایه کندهار ته وړل شوی دی.

خو په عین حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مشاور نجیب منلی وایي، چې دا د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده.

نوموړي د هندي چارواکو دغه ادعاوي په کلکه ردوي.

د هند په شان افغانستان هم د بودا د دور د پام وړ تاریخي اثار لري.

د بامیانو مجسمې د بودا د دور د نړۍ تر ټولو مشهور تاریخې اثار و چې په دوه زور لومړي کال کې طالبانو له منځه یوړې.

خو د ملي موزیم د مسولینو په وینا چې د طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته د لرغونو اثارو د ساتنې او ترمیم په برخه کې ځینې ګامونه پورته شوې دي.

دوي وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان درې سوه لرغونې اثار بیا ترمیم شوې او جوړ شوې دي چې په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې .

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG