ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه د امریکا متحدهایالات د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لړۍ چې د SIV په نوم یادیږي، ودروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړ چې یوازې شاوخوا اته زره د ایسآیوي ویزو صادرول پاتې دي چې د روان کال د اګست میاشتې تر پایه به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دريیمې کلیزې په مناسبت ووېشل شي.
د امریکا کانګرس دغه پروګرام د ۳۸،۵۰۰ هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی و، ځانګړی کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې پهدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "شاوخوا ۸زره قضیې پاتې چې موږ کولی شو سږکال يې پروسس کړو. موږ له کانګرس څخه غوښتنه کړې چې د پناه غوښتونکو د منلو شمېر ډېر کړي او اجازه راکړئ څو له هغو افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړو چې د متحدهایالاتو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نهیې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پاتې کسانو ته د SIV ویزو له ورکولو وروسته به له لسو زرو څخه زیات افغانان او د هغوی کورنۍ چې د وروستۍ کتنې او مرکې لپاره له افغانستان څخه بهر وي، نهشي کولی چې د امريکا متحدهایالاتو کې نوی ژوند پیل کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د افغانانو لپاره د نورو شل زره ځانګړو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې، د رویټرز په وینا، امکان نهلري چې د امریکا کانګرس دا غوښتنه ومني.
د دغه راپور لهمخې، که امریکا افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو ورکړه ودروي، په لسګونو زره هغه افغانان چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱م پورې یې له امریکایانو سره کار کړی، په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د غچ اخیستنې له خطر سره مخ شي.
هممهاله دې مسئلې د هغو افغانانو اندېښنې راپارولي چې له بېلابېلو امریکايي بنسټونو سره یې کار کړی او د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د کډوالۍ د ځانګړې ویزو اخيستلو او د دوی د پناهغوښتنې د کېسونو د منلو لپاره په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې انتظار باسي.
یو کس چې د خبريال په توګه د کار مخينه لري او د 'ایس او ایس آی' په نوم يې له يو امريکايي بنسټ سره کار کړى، وايي چې، دوه کاله وړاندې يې دغه پروګرام ته غوښتنليک ورکړ او اوس له ١٧ مياشتو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي.
هغه چې د امنيتي ستونزو له امله يې نهغوښتل راپور کې يې نوم ياد شي، ازادي راډيو ته وويل: "که دا بهیر ودرول شي، موږ به له نامعلوم راتلونکي سره مخ شو. زه پاکستان کې هم ځان خوندي نه احساسوم. که زه افغانستان ته لاړ شم، ممکن د طالبانو لهخوا ونیول شم، شکنجه یا ووژل شم، ځکه چې په افغانستان کې د امريکا همکاران د طالب ځواکونو د غچ اخیستو ښکار دي، د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا کانګرس باید له خپلو هغو همکارانو سره همکاري وکړي چې د دوی تر څنګ یې کار کړی او ژوند یې نن په دې سختو شرایطو کې په خطر کې دی."
يو بل کس چې په پاکستان کې د ایسآیوي کېس لري او د موضوع د حساسيت له امله نهغواړي نوم يې ياد شي، ازادي راډيو ته يې وويل: "دوه کاله وشول چې په پاکستان کې يو، خپل کور او د ژوند ځای مو پهدې هیله پرېښود چې درېیم هېواد ته وبلل شو او خپل د پناهغوښتنې قضيه لههمدې ځای مخته يوسو. موږ ويزې په ډېره لوړه بيه واخيستې، دا امکانات مو نه درلودل، خو موږ خپل ټول توکي او شته وپلورل، چې د پیسو په لګښت د ځان لپاره ويزې برابر کړو، دوی باید خپله ژمنه پوره کړي، ځکه افغانستان ته د بېرته تګ لاره نهلرو."
د يادونې ده چې امريکا هغو افغانانو ته د SIV يا د کډوالۍ ځانګړې ويزه ورکوي چې له دوى سره يې مستقيم کار کړى وي او د يادې ويزې لرونکي په امريکا کې د دايمي ژوند کولو چانس لري.
تر اوسه پورې زرګونه افغانان د همدې ویزو له لارې امریکا ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانانو چې شل کاله یې د امریکا په ګډون له بېلابېلو بهرنیو بنسټونو سره په افغانستان کې همکاري کړې او ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ وو، خپل هېواد پرېښود.
د دوی له ډلې ډېری یې د خپلو کېسونو د څېړلو لپاره د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل او هلته خپل ژوند تېروي.