د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

یونیسف: د افغانستان ۱۲ میلیون وګړي له پاکو اوبو محروم او د اوبو ۴۲ سلنه سرچینې یې وچې شوې دي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق وايي، په دې هېواد کې ۱۲ میلیون وګړي د څښاک پاکې اوبه‌نه‌لري او ترڅنګ یې د اوږدې وچکالۍ له امله د اوبو ۴۲ سلنه سرچینې وچې شوي دي.

یونیسف دا معلومات په هغه اعلامیه کې خپاره کړي چې نن یې د جاپان له‌خوا د دې سازمان له لارې له افغانانو سره د ۴ میلیونه امریکايي ډالرو تر لاسه شوې مرستې په هدف خپره کړې ده.

په اعلامیه کې لیکل شوي، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو د افغانانو په خوراکي خوندیتوب ناوړه اغېز کړی او همدا اوس له پنځه کلونو کم ۲،۸ میلیونه ماشومان او ۱،۱ میلیون امېندواره او شېدې ورکوونکې مېندې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د یونیسف په اعلامیه کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي، بې‌روزګارۍ، وچکالۍ او د خوړو نه خوندیتوب ته په اشارې زیاته شوې، اټکل دی چې په ۲۰۲۴ کال به نږدې ۲۳ میلیونه افغانان چې سم نیمايي ماشومان دي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یونیسف د اوبو د ستونزې د حل په برخه کې ورسره د جاپان د ۴ میلیون ډالره مرستې خبر هم ورکړی
یونیسف د اوبو د ستونزې د حل په برخه کې ورسره د جاپان د ۴ میلیون ډالره مرستې خبر هم ورکړی

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق لیکي، د جاپان دا مرسته به د لمریزې برښنا په وسیله د اوبو رسوونې د۲۱ سیسټمونو په جوړولو او بیا رغولو، د خوارځواکو ماشومانو په درملنې او د بې‌سرپرسته ماشومانو په خوندیتوب مصرف شي.

دا په داسې حال ده چې ملګرو ملتونو د ډسمبر په ۴مه وویل، افغانستان د درېیم کال لپاره په تېرو دېرش کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سختو ناوريني حالاتو سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ هم وايي، د اوبو د کمي له امله د ناروغیو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکې مرینا وايي، چېرې چې اوسي د څښاک اوبه نه‌لري او اړ دي چې په بیه یې واخلي.

مرینا زیاتوي:

"ډېرو ستونزو سره مخ یوو، لومړی خو اوبه په بیه اخلوو. په دې سړه هوا کې پسې ماشومان له کوره وباسوو. بیا چې کله اوبه اخلوو، یا چپه کېږي، یا هم په کې ماشومان لاس‌ وهي، داسې ډېرې ستونزې دي. "

د کونړ اوسېدونکی محب‌الله بیا وايي، سیمه کې یې خلک پاکې اوبه‌ نه‌لري او مجبور دي چې غیر صحي اوبه وڅښي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"د تېر په څېر ښځې له لېرې لېرې ځایونو بوشکې په سر اوبه راوړي. هغه د پخوا په څېر لا هم موږ دې برخلیک سره مخ یوو. اوبه هم غیر صحي دي. "

په افغانستان کې د وچکالۍ بدې اغېزې داسې مهال را برسېره کېږي چې د اګسټ په ۲مه يوناما په یوه اعلامیه کې وویل، دا هېواد د اقليمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره د لسو تر ټولو زيان منونکو او هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په دې برخه کې لږ چمتووالی لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG