د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د کندهار د شمالي ولسوالیو ځینې اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښته شکایت کوي


د کندهار د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي د اوبو مهار لپاره د ډېمونو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي. په سیمه کې یو ځايي اوسېدونکی د اوبو له یوه ډنډه اوبه ډکوي او کور ته یې وړي.
د کندهار د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي د اوبو مهار لپاره د ډېمونو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي. په سیمه کې یو ځايي اوسېدونکی د اوبو له یوه ډنډه اوبه ډکوي او کور ته یې وړي.

د کندهار د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي دا مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د دې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، باغونه او کروندې يې له تندې وچېږي.

دوی په خپلو سیمو کې د باراني اوبو د مهار لپاره د ډېمونو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد ریاست مسوولان وايي، په تېر کال يې د یو شمېر بهرنیو موسسو په مرسته شاوخوا ۲۱ ډېمونه جوړ کړي او سږ کال د اتو نورو د جوړېدو پلان شته.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG