نن د نومبر ۱۸مه د انټي بیوټیک په اړه د پوهاوي نړیواله اوونۍ پیل شوه چې د نومبر تر ۲۴مې به دوام وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په وینا، د انټي بیوټیک په اړه د یوې اوونۍ کمپاین موخه د دې کټګورۍ درملو سم کارولو په اړه د خلکو پوهاوی لوړول او د انټي بیوټیک کارونکو ترمنځ د درملو مقاومت لرونکي انتاناتو پېښې کمول دي.
په ورته وخت کې یو شمېر متخصص ډاکتران وايي، د انټي بیوټیک کارول په ځانګړي ډول د متخصص له مشورې پرته په بدن کې د ټولو ډولونو باکتریاوو پر وړاندې اغېزمن نهدي او د دوی له ډلې د يو شمېر د مقاومت د رامنځته کېدو احتمال زیاتوي.
د درملو د کیفیت د تضمین په برخه کې کارپوه او د پوهنتون استاد ډاکتر فرزاد فراز وايي، انټي بیوټیکونه له ډېرو خطرناکو درملو څخه دي او باید په خپلسري ډول ونه کارول شي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هغه څه چې خلک د انټي بیوټیکونو په اړه پوهېدلو ته اړتیا لري دا دي چې انټي بیوټیک د درملو خورا خطرناکه ډله ده، دا باید په خپلسري توګه ونه کارول شي. کله چې یو څوک په انتاني ناروغۍ اخته شي او د ډاکټر لهخوا د انټي بیوټیک په سپارښتنې سره روغ شي، دا درمل باید بل هغه چاته چې ياده ناروغي ولري، توصيه نهشي او یا دوهم ځل چې همدغه ناروغ ته ورته ناروغي پیدا شي باید دا درمل ونه کاروي، ځکه نور ډېر عوامل شته چې د انټي بیوټیک ډول، وخت، فریکوینسي او د درملنې کورس ټاکي."
لهدې سره سره، ځینې خلک وايي چې دوی ډېری وخت د خپلو ناروغیو درملنې لپاره انټي بیوټیکونه کاروي.
مېرمن احمدي د درېيو ماشومانو مور ده.
هغه وايي، د متخصص ډاکتر له مشورې پرته د خپلو ماشومانو د ډېرو ناروغيو د درملنې لپاره انټي بيوټيک کاروي.
نوموړې ازادي راډيو ته دا هم وويل چې سږ کال يې ۱۲ کلن زوی د سفټراکسون پېچکارۍ د ترلاسه کولو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی.
مېرمن احمدي ادعا کوي چې سفټراکسون په کابل کې د ماشومانو په یوه روغتون کې د یوه ډاکټر لهخوا توصیه شوې وه.
د هغې په وينا، مخکې لهدې چې خپل ماشوم روغتون ته ولېږدوي، له درملتون څخه يې د انټي بيوتيک اګمنټين درمل هم اخيستي او ورکړي دي.
هغه زیاتوي: "ډېر سخت ريزش و، د هغه لپاره مې له درملتون څخه اګمینټین واخيستل او ښه نهشو. هغه ډېره تبه، سر درد او ټوخی درلود، ډېر کړاو ورکوونکی و، 'صحت طفل' ته مو يووړ،هغه ته یې شپږ سفټراکسون پېچکارۍ ورکړې، انټي بيوټيک شربت يې هم ورکړ، ګولۍ يې جلا ورکړې، وروستۍ پېچکارۍ يې وه، ټول بدن يې حساسيت پيدا کړ، د هغه لاسونه او پښې نږدې یوه ورځ او شپه سرې وې او ډېر خارښ يې کاوه."
د لوګر اوسېدونکى مرسل چې اوس کابل کې مېشته ده هم وايي چې په ډېرو مواردو کې د خپلو کورنيو په منځ کې د متخصص ډاکټر له مشورې پرته د انټي بيوټيکو په کارولو سره د خپلو ناروغيو درملنه کوي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د ستوني درد، د غاښ درد، دا ډول ستونزې چې موږ ته پېښېږي، موږ ډېری وخت له اموکسيسلين ګټه اخلو، ځکه چې دا په چټکۍ سره پوزه وچوي او مختلف ډولونه لري، دا له هر هېواد څخه راوړل کېږي، ځینې یې ښه کیفیت لري، ځینې یې بې کیفیته وي. دغه راز د امپیسیلین په نوم پېچکارۍ شته چې ډېری کورنۍ چې دوی ته يوه ستونزه پيدا شي، مثلاً ټوخی ورته پيدا شي کاروي يې، بېلابېل شربتونه شته چې له شربت ګټه اخلي."
د نړیوال روغتیا سازمان په رسمي وېبپاڼه کې د ورکړل شويو معلوماتو پربنسټ، د انټي بيوټک مقاومت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې باکتریا، ویروسونه، فنګسي او نور پرازیتونه د ميکروب ضد عواملو ته ځواب نه ورکوي چې پهدې حالت کې انټي بیوټیکونه او نور د ميکروب ضد عوامل ميکروبي کېږي چې د انتاناتو درملنه ستونزمنه يا ناممکن کېږي او د ناروغۍ خپرېدل ډېری وخت د مرګ خطر ډېروي.