د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

کابل ښاریان په غیر قانوني ډول د درملو له خرڅلاو څخه شکایت کوي


یو شمیر کابل ښاریان له مسوولو چارواکو غواړي چې؛ په ښار کې دننه په خپل سر د درملو د خرڅولو مخنیوی وکړي.

دوی وایي په ښار او بازار کې هر ډول درمل په آزادانه ډول خرڅیږي؛ چې نه یوازې د خلکو ستونزې نه شي حلولۍ، بلکې نوري ناروغیاني هم پیدا کوي.

دوی د عامې روغتیا وزارت له مسوولانو غواړي چې؛ د دې کار د مخنیوي لپاره دې لا نورې هڅې وکړي.

دوه تنه کابل ښاریان په دې اړه داسي وايي:

" ۱- زما نوم محمد نظیر دی. زه د کابل ښار د یوه اوسیدونکي خپلو وطنوالو او ورونو ته سپارښتنه کوم چې، دا دواوې چې په خپل سر خرڅیږي نه تاریخ لري او نه هم کیفیت لري چې؛ د دوی درد ورباندي دوا شي. د دې پرځای چې انسان ته ګټي وکړي، لا نور زیانونه هم ور رسوي.

۲- زما نوم ناصر دی په نادر پښتون جادې کې دوکان لرم. دا خو بلکل د ټولنې په زیان دي. دا ټولې دواوې تاریخ تیره دي. دا هغه دواوې دي، چې درملتونونه یې غورځوي او دوی یې بېرته را اخلي. دا غیر قانوني دي، خلک دي کوښښ وکړي چې له هغې کار وانخلي."


خو د درملو سیار پلورونکي بیا دوی ته د یو شمېر خلکو د مراجعې علت دا ښیې چې هغوی کولای شي؛ خپل د پام وړ درمل همدلته تر لاسه کړي.

یو تن په دې اړه داسي وایي:

"زه په کابل ښار کې درمل خرڅوم. د مثال په توګه کله چې یو څوک ولاړ شي او د تقویې لپاره له درملتون څخه دواو وغواړي، هغوی یې نه ورکوي. خو دلته چې و ګورئ هر څوک، حتې یو کوچیني ماشوم هم دوا خرڅوي او هر څوک یې ترې اخلي."

له دې وړاندي جمهور رییس حامد کرزي هم په خپلې یوې راډیویې وینا کې له خلکو غوښتي وه چې؛ د ډاکټر له مشورې پرته او په خپل سر درملو له اخیستلو او کارولو ډډه وکړي.

په همدې حال کې د عامي روغتیا وزارت وايي چې؛ دوی په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتي کړي او زیاتوي چې د پخوا په مقایسه یې د په خپل سر دواوو د خرڅولو مخنیوی کړی دی.

د دې وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعمیم داسي وايي:

"د عامې روغتیا وزارت او د بر رسی قوانین هغو کسانو ته چې د سړک پر غاړه دواوې خرڅوي، اجازه نه ورکوي. د دوی کنټرولول هم ډیر مشکل کار دی، ځکه چې دا سیار خرڅونکي دي. خو د عامې روغتیا وزارت په وروستیو اتو میاشتو کې په دې برخه کې ډیر جدي کوښښ کړی دی او له هغه راهیسي د دواوو دا سیار خرڅونکي هم کم شوي دي.

دوی مجازات شوي هم دي. د جمهور رییس د پينځه څلویښتم فرمان له مخې، کوم کسان چې په سیار ډول دواوي خرڅوي، منع کړای شوي دي."


د کابل ښار د پل خشتي، سرای شمالي، پل باغ عمومي او ځینې نور د ګڼی ګوڼي سیمې هغه ځایونه دي چې د خلکو په وینا په کې له کابو شلو کلونو راهیسې په سیار ډول دارو درمل خرڅیږي.

خو مسوولینو تر اوسه په جدي ډول د هغوی د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

دوی وايي، تر ډیره هغه کسان له سیارو درملو کار اخلي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي.

د روغتیا د برخې یو شمیر کارپوهان وايي دا درمل نه یوازي دا چې خلکو ته ګټه نه رسوي، بلکې دوی ته نورې روغتیایې ستونزې هم پیدا کوي.
XS
SM
MD
LG