د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

ګڼو افغان میرمنو مصنوعي القاح ته مخه کړې


راپورونه وايي، چې په کابل کې د هغو بې اولاده جوړو( میړنو او میرمنو) شمېر زیات شوی دی، چې غواړي د اولاد پيدا کېدو لپاره مصنوعي القاح ته مخه کړې.

که څه هم بې ماشومه میرمنو ته د مصنوعي القاح له لارې د نارینه د سپرم لیږدول، ډیر مالي لګښت غواړي خو د دې څانګې ډاکټران وایي، چې په دې وروستیو کې د دې ستونزې اوارۍ ته د میرمنو هڅې زیاتې شوي دي.

په کابل ښار کې د وهاج خصوصي روغتون هغه ځای دی، چې د مصنوعي القاح عمل په کې ترسره کېږي.

د دې روغتون ريیس محمدهاشم وهاج ازادي رادیوته وویل:

«د ستونزې د تشخیص لپاره میرمن او میړه په بشپړه توګه معاینه کوو، د میرمن معاینه د ناروغی په درېیمه او نهمه ورځ ترسره کېږي.

میړه هم معاینه کېږي، د تخمونو د کمزورۍ لپاره په لومړي سر کې دارو ورکول کېږي، قوي کوو یي، وروسته تخمونه مینځل کېدای هم شي او القاح کېږي، شریعت هم اجازه راکړې ده.»

وهاج وایي، د مصنوعي القاح له لارې د بې اولادۍ درملنه دوه میاشتې وخت غواړي او شاوخوا درې، درې نیم زره ډالره پرې لګیږي.

راپورونه وایي، په افغانستان کې ډیرې میرمنی د ماشوم د نه زیږونې له ستونزو کړیږي.

د دې څانګې د ډاکترانو له نظره، د دې ستونزې یو دلیل د نارینه و د سپرم نیمګړتیا په ګوته کېدای شي.

بل خوا ویل کېږي، چې په دې هېواد کې ډیر دا ډول نارینه خپلې جنسي ستونزې پټوي او د ماشوم د نه زیږولو ملامتیا پر میرمنو اچوي.

خو داسې کورنی هم شته چې، میړه او میرمن په ګډه سره هڅې کوي چې روغتون ته لاړ او ستونزه په ګډه سره اواره کړي.

یوې میرمن« حسنا» چې د مصنوعي القاح له دې لارې د ماشوم خاونده شوې ازادۍ رادیو ته وویل:

«ما پنځه لس کاله اولاد نه درلود، پاکستان ته هم لاړم، ډیر درمل مې وکړل، خو په دې روغتون کې د القاح د عمل وروسته راکره ماشوم پیدا شو اوس دوه زامن لرم.»

ډاکتران وایي، په دې عمل کې په پوره امانتدارۍ سره د نارینه سپرم د هغې میرمنې ته لیږدول کېږي.

دیني عالمان وایي، دا عمل هغه وخت جایز دی چې، ښځې ته یې د خپل میړه سپرم انتقال شي:

دیني عالم مولوي حبیب وایي:

«که په حقیقت د میړه سپرم د ده نکاح کړې میرمن ته انتقال شي دا شرعي ستونزه نه لري، خو ډیر داسې لیدل شوي چې پردي سپرم له بهره هېواد ته واردیږي او میرمنو ته انتقالیږي، دا نسلي اختلاط رامنځته کوي چې په اسلام کې ناروا دي، دا باید ثابته شي، سپرم د میرمنې د خپل میړه دي او دا یي د نکاح په عقد کې ده.»

سره له دې چې افغان ډاکتران وایي، اوس مهال په هېواد کې د دې ستونزې د حل امکانات برابر شوی، خو راپورونه وایي چې ډیرې کورنی غواړي بهر ته لاړې او یاده ستونزه اواره کړي.

دا هم ویل کېږي، چې په دې هېواد کې ډیری داسې کورنی شته چې بې اولادي ورته ننګ ښکاري او دا رنځ په پټه زغمي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG