د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د ډاکتر له مشورې پرته رژیم په نجونو کې کومې جدي ستونزې را ولاړوي؟


ځینې میرمنې او په ځانګړې توګه نجونې د خپل اندام د چاغولو یا ډنګرولو په خاطر په خپل سر ډېر خواړه او دارو خوري چې چاغې یا ډنګرې شي او مناسب اندام ولري؛ خو دې خبرې ته هېڅ پام نه کوي چې د دوی وجود په ورځ کې څومره او کومو خوړو ته ضرورت لري.

په ځینو مواردو کې نجونې له نامناسبو لارو چارو نه په ګټه اخستنې د ورځې په اوږدو کې ډیر کم خواړه خوري په ځانګړې توګه د سهار او غرمې ډوډۍ ډېره کمه یا بیخي نه خوري یا د ډنګرېدو په خاطر ځینې دارو درمل کاروي.

نجونو ته ښایي چې له اوس نه د خپل راتلونکې عمر په اړه فکر وکړي ځکه چې د نن ورځې نجونې د سبا میندې دي؛ د دوی وجود باید په ویټامینونو او نورو موادو غني وي؛ که یوه ناروغه او کم خونه مور ماشوم زیږوي؛ نو هم دې او هم یې ماشوم ته لویې ستونزې پیدا کیدای شي؛ نو نجونې باید خپل صحت ته خاص پام وکړي او د ظاهري جوړښت په خاطر خپل راتلوونکې ژوند په خطر کې وانه چوي.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG